سوداګري

له کندهاره پاکستان ته د انارو د صادراتو پیل

بڼوال او د تازه مېوې سوداګر وایي، د صادراتو پروړاندي د ترانزيټ او د پاکستان له خوا د زياتي ماليې اخیستو له ګڼو ستونزو سره مخ کړي.

کندهار کې دا مهال د انارو محصولات ټولېږي او وروسته صادراتو ته چمتو کیږي.

د انارو د حاصلاتو ټولېدو ګڼو کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده.

د اغامحمد په نوم يو ځوان وایي، چي له ونو څخه د انارو د ټولولو په موسم کې د ورځي تر زرو افغانیو پوري عاید لري.

د انارو ټول شوي حاصلات د همدې باغ په بله ځنډه کې د سيمي د بازارونو د غوښتني مطابق بسته بندي او لېږدولو ته چمتو کیږي.

خو له دې ټولو سره سره بڼوال او سوداګر حاجي عبدالسلام د تېر کال په پرتله د خپلو سږنيو حاصلاتو د کموالي ترڅنګ پاکستان ته د تازه مېوې، په ځانګړې توګه د انارو د صادراتو پر وړاندي له لوړو ماليو او ترانزيټي ستونزو شکایت کوي.

دی وایي د پاکستان ترڅنګ دې ورته نور بازارونه هم پيدا شي.

د کندهار د سوداګرۍ او پانګوني خوني مشر صديق مهمند وایي، پاکستان ته له کندهاره تازه د انارو صادرات پيل شوي او د پاکستان له خوا د افغانستان پر تازه مېوې لګول شوي ماليات او ټکسونه هم معاف شوي دي.

مهمند وایي، پاکستاني لوري د تازه مېوې د موسم پر مهال د نورو اسانتیاوو د رامنځته کولو ډاډ هم ورکړی.

د کندهار انار، انګور او وچه مېوه د پاکستان ترڅنګ هند او په کمه اندازه عربي او نورو اسيايي هېوادونو ته استول کېږي، خو د کندهار د سوداګرۍ خوني مسوولين وایي، چې هڅه کوي د سويلي حوزې وچه او تازه مېوه تر نورو نړيوالو مارکېټونو پوري هم ورسوي.