افغانستان

هلمند کې بې‌روزګاري؛ «که سل افغانۍ هم راکړي، کار کوو، خو کار نشته»

د هلمند ولایت یو شمېر اوسېدونکي وایي، چې سږ کال په دې ولایت کې کاري فرصتونه په بې‌ساري توګه کم شوې دي. دوی ټینګار کوي چې اوسني وضعیت ته په کتو، دې ته چمتو دي چې آن د لږ مزد، لکه د سلو افغانیو په بدل کې هم کار وکړي، خو د دې اندازې پيسو په بدل کې هم دوی ته کار نه پيدا کېږي.

د هلمند اوسېدونکي له بې‌روزګارۍ او د کاري پروژو له نشتوالي شکایت کوي او وایي، چې طالبان د کاري فرصتونو رامنځته کولو ته هېڅ ډول طرحه نه لري.

د هلمند ولایت د نادعلي ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، هېڅ داسې څوک نشته چې د دوی دردونه واوري او د ژوند وضعیت ته یې پاملرنه وکړي.

اکمال الدین آمو ته وویل: «نه کار شته او نه د کار زمینه، په الله قسم چې که راته په ورځ کې سل افغانۍ هم راکړي، کار کوو؛ خو کار نشته. د سوال کولو زمینه هم په خدای که وي، که وای، قسم خورم چې دا کار به مې هم کړی وو.»

خو دا ستونزه یوازې د نادعلي ولسوالۍ پورې محدوده نه ده؛ د هلمند د نورو سیمو اوسېدونکي هم د کار له نشتوالي او د خراب ژوند له حالته شکایت کوي.

رمضان د دغې سیمې یو بل اوسېدونکی وايي: «هیڅ کار و بار نشته، نه پوهېږو چې چیرته ولاړ شو او څه وکړو.»

احسان‌الله د خپلو ستونزو په اړه داسې ووی: «د کار زمینه نشته او پیسې هم نه لرو، چې کاروبار پیل کړو، موږ له حکومته او مؤسسو غواړو چې پر موږ پام وکړي.»

هلمند د هېواد یو له هغو ولایتونو څخه دی، چې په تېرو کلونو کې تل د سختو جکړو شاهد پاتې شوی دی. اوس هم، دغه ولایت ته له ایران او پاکستانه د راستنېدونکو کسانو له ځای پر ځای کېدو سره، بې وزلي پراخه شوې او د کار د زمینې نشتوالۍ د دې ولایت د خلکو لپاره په اساسي ننګونو بدلې شوې دي.