د ایران دولتي رسنیو راپور ورکړی چې د سپاه پاسداران عمومي قوماندان حسین سلامي د اسراییلو په هوایي بریدونو کې وژل شوی دی.
په دې بریدونو کې دوه وتلي ایراني اټومي ساینسپوهان، فریدون عباسي او محمد مهدي تهرانچي، هم وژل شوي دي.
د ایران دولتي تلویزیون راپور ورکړی، چې دغه بریدونه د ایران پر مهمو نظامي او اټومي تاسیساتو، په ځانګړي ډول د نطنز د غنيسازۍ پر سایټ، ترسره شوي او له امله یې سترې چاودنې، اورونه او د سپاه پاسداران د قوماندۍ په جوړښت کې ګډوډي رامنځته شوې ده.
له ختیځ تهران څخه خپاره شوي انځورونه د سپاه پاسداران او لوی درستیز ودانیو کې اور او لوګی ښیي.
د اسراییلو پوځ په یوه بیانیه کې اعلان کړی، چې پر ایران د پوځي عملیاتو لومړۍ مرحله یې بشپړه کړې ده.
په دې بیانیه کې ویل شوي چې لسګونه نظامي هدفونه، د ایران د اتومي پروګرام اړوند مرکزونو په ګډون، په نښه شوي دي.
د اسراییلي پوځ په وینا، دغه عملیات د څو میاشتو د ارزونې او دقیق چمتووالي وروسته ترسره شوي او هدف یې دا دی چې ایران ته د عاموژونکو وسلو د ترلاسه کولو مخه ونیسي.
په بیانیه کې راغلي: «عاموژونکي وسلې د ایران د رژیم په لاس کې د اسراییلو لپاره مستقیم ګواښ او د نړیوال امنیت لپاره ستر خطر دی. اسراییل به دغه رژیم ته اجازه ورنکړي چې دغه ډول وسلې ترلاسه کړي.»
د دغو بریدونو په غبرګون کې، د امریکا د سنا د وسلوالو خدماتو د کمیټې غړي او د دموکرات ګوند مشر سناتور جک رید، د اسراییلو دغه اقدام «د اندېښنې وړ» او «بېپروا» بللی، او خبرداری یې ورکړی چې دا بریدونه ښايي په سیمه کې د تاوتریخوالي د زیاتوالي سبب شي.
له بلې خوا، د امریکا د جمهوريپال ګوند ځینو مشرانو، په ځانګړي ډول د پخواني مرستیال ولسمشر مایک پنس په ګډون، د اسراییلو ملاتړ کړی دی.
په یوه بله پېښه کې، عراق خپل هوایي حریم تړلی او ټول پروازونه یې ځنډولي دي.
همدارنګه راپورونه ورکړل شوي چې د ایران هوایي دفاع په بشپړ تیارسۍ کې ده او په تهران کې ځینې مهمې تاسیسات تړل شوي دي.