افغانستان

د افغان د حاجیانو لومړنی الوتنه کابل ته راورسېده

کابل ته له سعودي عربستانه راغلیو حاجیان انځور

د طالبانو تر ادارې لاندې د حج او اوقافو وزارت وايي، چې د افغانستان د حاجیانو لومړنی الوتنه نن سهار (چهارشنبه، د غبرګولي ۲۱مه) د کابل په نړیوال هوایي ډګر کې ناسته کړې ده.

یاد وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغې الوتکې افغان حاجیان د سعودي عربستان له جدې ښار نه کابل ته انتقال کړي دي.

طالبانو دغه الوتنه د روان هجري لمریز کال د حج له مناسکو څخه د افغان حاجیانو د بېرته را ستنېدو پیل بللی او زیاته کړې یې ده، چې د حاجیانو انتقال به لومړی له مکې مکرمې نه جدې ته او له هغه ځایه بیا کابل ته ترسره شي.

د دې خبرپاڼې له مخې، د افغانستان حاجیان به د آریانا او کام‌ایر هوايي شرکتونو د الوتکو له لارې انتقالېږي.

د طالبانو د حج او اوقافو وزارت د معلوماتو له مخې، د ۱۴۰۴ هجري لمریز کال لپاره شاوخوا ۳۰ زره افغان حاجیان د حج فریضې د ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته تللي دي.