د هېواد د فوټبال ملي لوبډلې د سوریې پر وړاندې د ۱-۰ په پایلې سره ماته وخوړه.
دغه سیالي د آسیا د ملتونو د ۲۰۲۷ کال د غوراوي پړاو دوهمه لوبه وه، چې د هېواد ملي لوبډله پکې برخه اخیستې وه.
یادونه باید وشي چې دا لوبه پرون شپه (د غبرګولي۲۰مه) د افغانستان په کوربتوب د سعودي عربستان په الاحسا ښار کې ترسره شوه.
د یادو سیالیو په لړ کې، د افغانستان ملي لوبډله تر دې وړاندې هم د تاجکستان پر وړاندې د ۲-۰ په پایلې ماته خوړلې وه.
ټاکل شوې چې د افغانستان ملي لوبغاړي به د دې غوراوي سیالیو په دوام کې له پاکستان سره هم لوبه وکړي.