افغانستان

پکتیا کې د اختر شپو او ورځو کې د ترافیکي پېښو له امله ۱۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

په پکتیا ولایت کې د اختر په شپو او ورځو کې، د شپږو ترافیکي پېښو له امله یو کس مړ او د ښځو او ماشومانو په ګډون نهه  تنه نور ټپیان شوي دي.

د پکتیا ولایت لپاره د طالبانو امنیه قومندانۍ مسؤلین وایي، چې د اختر په شپو او ورځو کې د پکتـيا مرکز ګردېز ښار په ګډون په شواک، وزې ځدراڼ او لجه منګل ولسـوالیو کې په شپږو بېلا بېلو ترافیکي پیښو کې یو تن مړ او د دوو ماشومانو او یوې ښځې په ګډون نهه کسان ټپیان شوي دي.

په هېواد کې د ډیری ترافیکي پېښو لاملونه د سړکونو خرابوالی، د موټر چلوونکو بې احتیاطي او د ترافیکي قوانینو نه په پام کې نیول په ګوته کیږي.