کډوالي

د امریکا د پخواني ځانګړي استازي مرستیاله: افغان کډوال د امریکا د ملي امنیت موضوع ګرځېدلي دي

ایلي کوهانیم، چې پخوا د یهود ضدۍ پر وړاندې د امریکا د ځانګړي استازي مرستیاله وه، وایي چې اصلي هېواد کې معلوماتو ته د لاسرسۍ نه درلودلو له کبله، امریکا ته د افغان کډوالو پر ورتګ محدودیت یي د متحده ایالتونو د ملي امنیت اړتیا ګرځولې ده.

نوموړې د العربیه تلویزیون له انګلیسي څانګې سره په خبرو کې ویلي، چې پرته له افغانستانه، امریکا لاهم د ۱۱ نورو هېوادونو له‌ ډلې څخه لکه یمن او ایران نه هم اړین معلومات نه شي ترلاسه کولی.

کوهانیم وایي: «متحده ایالات نه شي کولای له هغو هېوادونو لکه یمن، ایران او افغانستان څخه دقیق او معتبر معلومات ترلاسه کړي، او دا وضعیت د سفر محدودیتونه د ملي امنیت یوه اړتیا ګرځوي.»

ډونالډ ټرمپ، د امریکا ولسمشر، تازه یو نوی اجرائیوي فرمان لاسلیک کړی، چې له مخې یې د افغان کډوالو په ګډون د ۱۲ هېوادونو د وګړو پر ورتګ محدودیتونه وضع کوي.

د ټرمپ اداره دا فرمان د ملي امنیت په نوم توجیه کوي او ادعا کوي چې یاد هېوادونه یا خو د ترهګرو فعالیتونو مرکزونه دي، یا د مسافرو د هویت تثبیت لپاره لازم معیارونه نه پلي کوي.

یاده دې وي چې دا محدودیتونه په ځانګړي ډول د هغو هېوادونو پر وګړو متمرکز دي چې مسلمان اکثریت لري، او دا پرېکړه د امریکا دننه د بشري حقونو فعالانو او ځینو سیمه‌ییزو چارواکو له سختو غبرګونونو سره مخ شوې ده.