Uncategorized @ps ښځې

د هرات د بایسکل ځغلونې دوه ښځینه غړي وايي چې له ایرانه د جبري شړلو له ګواښ سره مخ دي

د هرات د بایسکل ځغلونې دوه ښځینه غړي چې په ایران کې کډوال دي، آمو ته وايي چې له ایرانه د جبري شړلو له ګواښ سره مخ دي او یوه یې د وتلو پاڼه هم ترلاسه کړې ده.

دوی ټینګار کوي، چې واک ته د طالبانو تر بیا راګرځېدو وروسته، ایران ته کډوال شوي، خو اوس یوه میاشت وخت ورکړل شوی، چې له دغه هېواده ووځي. دا اندېښنې په داسې حال کې دي، چې په دې وروستیو میاشتو کې ایران او پاکستان، د افغان کډوالو د جبري اېستلو لړۍ چټکه کړې ده او د سختو اعتراضونو سره سرهو دا لړۍ لا هم دوام لري.

نامعلومه راتلونکی، په بې برخلیکۍ کې ژوند او له شړل کېدو ډار، د هغو انجونو برخلیک دی، یو یوه ورځ یې د لویو هيلو د پوره کېدو په موخه، په هرات کې بایسکل ځغلونه کوله. بایسکل ځغلوونکي انجونې، چې د طالبانو په راتګ سره یې ایران ته پناه یوړه، خو اوس د کډوالو د شړل کېدو د پالیسۍ له مخې، افغانستان ته د بیا ستنول کېدو له ګواښ سره مخ دي.

پر بایسکل پښې وهل، چې په تېر وخت کې د هیلو او پرمختګ سمبولونه ول، نن د ناهیلۍ او ډار په پولو کې، له تګه پاتې دي. د هرات د بایسکل ځغلونې یو شمېر ښځينه غړي چې واک ته د طالبانو تر راتګ وروسته، د دې ترڅنګ چې خپل روزشي فعالیتونه یې له لاسه ورکړل، بلکې د ګواښونو، تعقیب او امنیتي فشارونو له امله د هېواد پرېښودو ته هم اړ او ایران ته کډوالې شوې. دوی اوس وايي چې د دوی له ډلې یوه ته یې د وتلو پاڼه هم ورکړل شوې ده.

د هرات د ښځينه بایسکل ځغلوونکو یوه غړې وایې: «درې یا څلور کاله کېږي چې زه او څلور نور کسان په ایران کې ژوند کوو. وروسته له هغه چې طالبان پر افغانستان واکمنان شول، او په تاسف سره چې ایران کوم نوی قانون وضع کړی، اړې یو چې تر شل یا یوې میاشتې وروسته پورې د ایران خاوره پرېږدو او افغانستان ته ستنې شو، هغه ځای ته چې موږ تل ګواښل کېدو او د جلب حکم مو ترلاسه کاوه. د هرات او افغانستان ټولنه په ټوله کې د ښځو لپاره هېڅ ډول ارزښت قایل نه دي او پر عامو خلکو هم سخت دریځي کوي او محدودوي یې. موږ په رښتیا اندېښمن یو.»

دغه انجونې همداراز وايي چې دوی ته یوازې یوه میاشت وخت ورکړل شوی تر څو له ایران څخه ووځي. عاطفه احمدي چې د دې انجونو له ډلې ده، وايي چې په تبعید کې له څلور کلن ژوند او سختو اقتصادي ستونزو وروسته، اوس د ایران د کډوالۍ په سیاست کې د بدلونونو له امله ښايي افغانستان ته د جبري ستنېدو له ګواښ سره مخې شي.

د هرات د ښځينه بایسکل ځغلوونکو یوه غړې وایې:  «وروسته له هغه چې افغانستان سقوط وکړ، زه د درې یا څلورو کلونو په شا او خوا کې دلته په ایران کې اوسېږم، په دغه هېواد کې له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ یم، د پوهنتون لوړ فیسونه چې له امله یې ما و نشو کړلای چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړم. له دې ټولو سره زه بیا هم دلته پاتې شوم ځکه په افغانستان کې ښځو ته هېڅ ډول ارزښت نه ورکول کېږي او ما چې بدلون غوښته، او ورزشي فعالیتونه مې ترسره کول، هغه ګواښونه او د جلب حکمونه چې مخکې مې ترلاسه کړي ول، نپوهېږم چې پر ما به څه بلا راشي.»

د هرات د ښځينه بایسکل ځغلوونکو لوبډله، په ۲۰۱۶ کال کې له پنځلسو غړو سره خپل فعالیت پیل کړ. اوس د دې لوبډلې یو شمېر غړي په تبعید کې ژوند کوي. له دې ټولو سره، په وروستیو میاشتو کې ایران او پاکستان، د افغان کډوالو د جبري شړلو لړۍ چټکه کړې ده. د افغان کډوالو د جبري شړلو په دوام، یو شمېر نړیوالو بنسټونو په جدي توګه ټینګار کړی، چې د سختو اقتصادي شرایطو او په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت له امله، د کډوالو جبري اېستل باید په عاجله توګه ودرول شي.