له پکتیا ولایت څخه سرچینې امو ته وايي، چې د لوړ ولور له کبله یوې کوژده شوي جوړې هلک او انجلۍ ځان وژنه کړې ده.
سرچینې وايي، چې یاده پېښه تېره ورځ (جمعه، د غبرګولي ۱۶) د پکتیا ولایت د برمل ولسوالۍ اړوند په مرغۍ کلي کې رامنځته شوې ده.
سرچینې زیاتوي، چې د نوموړي کوژده د یو بل د خوښې له امله په ۲۲ لکه افغانۍ ترسره شوې وه.
الله نور کوژده شوی هلک، د ولور د پرې کولو لپاره په مزدوری پسې سمنګان ولایت ته هم تللی و، تر څو د ولور پور وګټي، خو د انجلۍ کورنۍ ترې پوره ولور نغد غوښتو.
سرچینې وايي، الله نور د ولور په پرې کولو کې بې وسه و او انجلۍ هم له خپلې کورنۍ غوښتي و چې واده یې وشي، نو په کرار به ولور درکړي خو کورنۍ د جلۍ خبره نه منله نو پرون یې ځان وژنه کړې ده.
د سرچینو په وینا، انجلۍ لومړۍ زهر خوړلي او د انجلۍ د جنازې د ترسره کېدو وروسته هلک هم ځان زندۍ کړی دی، چې دواړه یو ځای خاورو ته وسپارل شول او په ژوندوني یې د یو ځای کېدو ارمان پوره نشو.
د یادونې وړ ده، چې په هېواد کې د هلک او انجلۍ د خوښې کوژدې ته زیاتره کورنۍ قناعت نه اخلي، چې له امله یې ناوړه پېښې هم رامنځته کېږي.