نړۍ

ایلان مسک: ټرمپ باید استیضاح شي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ خبرداری ورکړ، چې د ایلان مسک له شرکتونو سره به د حکومت قراردادونه پرې کړي. دا پداسې حال کې ده، چې ښاغلي مسک وړاندیز وکړ چې ټرمپ باید استیضاح شي.

د نړۍ تر ټولو شتمن کس او د امریکا ولسمشر، پخوانی نږدې اړیکه اوس په ټولنیزو رسنیو کې په یو بشپړ لفظي شخړه بدله شوې ده.

دا شخړه هغه مهال پیل شوه کله چې ټرمپ د سپینې ماڼۍ په دفتر کې د ټسلا اجرایوي مشر ایلان مسک نه انتقاد وکړ.

له څو ساعتونو وروسته، دا یوه وخت نږدې اړیکه د نړۍ د تر ټولو ځواکمن کس او تر ټولو شتمن شخص ترمنځ یوه ښکاره لفظي ناندرۍ ته واوښته، چې دواړو پر یو بل د ټرمپ په «سوشیال تروت) او د مسک په اکس‌پاڼې کې نیوکې وکړې.

ټرمپ تر ډېره پورې چوپ پاتې شوی و، پداسې حال کې چې مسک په تېرو څو ورځو کې په خپلې ټولنیزې شبکې کې خفه ښکارېده او د ولسمشر له‌خوا د «ستر ښکلی لایحه» په نوم قانون یې غندلی و. خو ټرمپ د پنجشنبې په ورځ د سپینې ماڼۍ په دفتر کې غبرګون وښود او ویې ویل چې له مسک څخه «ډېر ناخوښ» دی.