د افغانستان د فوټسال غوره لیګ څلورم پړاو سیالۍ به سبا جمعه له دوه لوبو سره پیل شي.
په لومړۍ لوبه کې د نورزاد اف سي نیمروز او د کابل صداقت لوبډلې سره مخامخ کېږي او دویمه لوبه به هم د آریافورج غزني او د پيروزي پنجشېر لوبډلو ترمنځ ترسره شي.
په دې پړاو سیالیو کې لس لوبډلې ګډون لري او په راتلونکي اونۍ کې، د امید اف سي لوبډله د ظاهر اسد لوبډلې پر وړاندې، د زیتون کابل لوبډله د دیار سنایی غزني او جوانان میهن کابل د اتحاد هرات پر وړاندې لوبې لري.
دا په داسې حال کې، چې واک ته د طالبانو راستنېدو وروسته، په افغانستان کې پر ښځینه لوبغاړو او ورزش بندیز لګېدلي او یوازې نارینه لوبغاړي د لوبو او سیالیو کولو اجازه لري.