سویلي آسیا

په شمالي وزیرستان کې د ګرځ‌بندیز دویمه ورځ؛ سرچینې وايي مسافران او ناروغان په لارو کې بند پاتې دي

له شمالي وزیرستان څخه ځايي سرچینې آمو ته وایي، چې د پاکستان پوځ لخوا ګرځ‌بندیز د دویمې ورځې لپاره (چهارشنبه، غبرګولي ۱۴مه) هم دوام درلود او د خلکو د تګ او راتګ پر مخ ټولې لارې تړل شوې وې.

د سرچینو په وینا، مسافر او ناروغان په لارو کې بند پاتې دي.

سرجینې زیاتوي، چې د اختر شپې ورځې رانږدې دي او د پاکستاني پوځ د ګرځ‌بندیز له کبله بازارنو تړل شوي او خلک په لارو کې د چېک پوینټونو په واسطه نه پرېښودل کېږي چې له یوې سیمې بلې سیمې ته لاړ شي.

د سرچینو په خبره، یاد ګرځ‌بندیز خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

په دې اړه تراوسه پاکستاني ادارو هم څه نه دي، چې ولې چې یاد ګرځبندیز لګولی دی. تر دې مخکې، ځینو سرچینو آمو ته ویلي دي، چې د پاکستان پوځ او پاکستانې طالبانو تر منځ جګړې زور اخیستی دی.