روغتیا

کندهار کې د نري رنځ د سختي بڼې ۶۵ مثبتي پېښي ثبت شوې

د مسوولينو په وینا د کندهار په روغتونونو کې پر نري رنځ د اخته کسانو شمېر زیات شوی او لامل یې په لارو کې د ستونزو نشتوالی او له نورو سیمو د دغو ناروغانو د تګ راتګ زیاتوالی دی.

د کندهار د عامي روغتيا رياست د نري رنځ برخي مشر ډاکتر صالح محمد مصلح د شمېرو له ورکړي پرته وایي، چې د لارو د خلاصون او د جګړو له درېدو سره سم بېلابېلو سیمو ته د خلکو تګ راتګ زیات شوي او له همدې امله پر دغې ناروغۍ لا زیات شمېر کسان اخته کېږي.

هغه وایي: «اوس لاري پرانیستي دي د ماينونو او جګړو خطر نشته او بل د درملني امکانات هم لرو، چې له همدې امله ناروغان او شکمن کسان زيات شوي دي.»

د کندهار د عامي روغتیا رياست د نري رنځ د مرکز ترڅنګ په دغه ولایت کې د بې پولو ډاکترانو له خوا جوړ شوي مجهز روغتون کې هم د نري رنځ د ناروغانو درملنه کیږي.

د کندهار د نهمي ناحیې اوسېدونکی ۸۲ کلن محمد امين له کلونو راهیسي د سېل له ناروغۍ څخه کړېدلی خو تازه يې په کندهار کې د بې پولو داکټرانو روغتون کې درملنه شوې ده.

محمد امين وایي، د بې پولو ډاکترانو روغتون کې يې وړیا او معياري درملنه شوې او د درملني پر مهال ورسره د نقدي مرستی ترڅنګ د خوراکي توکو مرسته هم شوې ده.

نوموړی وایي د دغې د ناروغۍ له امله يې يو لمسۍ هم اوس پر نري رنځ اخته شوی.

صبور شريفي بيا له فراه ولایت څخه خپل ناروغ پلار د معياري درملني لپاره کندهار کې د بې پولو ډاکترانو روغتون ته راوستی دی.

«د کندهار د بې پولو ډاکترانو د ټولني په روغتيایي مرکز کې امکانات د درملني بيخي زيات دي او زما پلار د جوړېدو لور ته روان دی، نو ځکه دلته راغلي يوو.»

په کندهار کې د بې پولو ډاکترانو د ټولني د روغتيایي برخي مرستيال ډاکټر مجيب الرحمن وایي، دوی د روان کال له پیل راهيسي د نري رنځ په سخته بڼه اخته ۶۵ ناروغان راجستر او تر درملني لاندي نيولي، چې د هېواد د بېلابيلو ولایتونو اوسېدونکي دي.

کندهار کې د نري رنځ ناروغانو د درملني لپاره په لوړه کچه امکانات د بې پولو داکټرانو د ټولني له لوري ورکول کیږي، چې د روغتيا رياست د چارواکو په خبره د نري رنځ د درملني په برخه کې يې ښه پايله ورکړې ده.