Uncategorized @ps بشري حقوق

طالبانو بدخشان کې یو تن په دورو وواهه

انځور له آرشیف څخه.

طالبانو نن (دوشنبه، غبرګولي ١٢) د بدخشان ولایت په کشم ولسوالۍ کې، یو تن ٣٩ دورې وواهه.

د طالبانو ستره محکمې په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه کس د الکولي مشروباتو د خرڅلاو په تور په دوه کاله بند هم محکوم شوی دی.

د آمو موندنې ښيي چې طالبانو په تېره یوه اونۍ (د غبرګولي له لومړي تر اتمې نېټې) کې، د دې کسانو په شمول، لږ تر لږه ۷۰ تنه چې درې ښځې هم پکې شاملې دي، په نهه ولایتونو کې د خلکو په وړاندې په دورو وهلي دي.

دا شمېرې د تیرې میاشتې د ورته مودې په پرتله له ۱۳۰ سلنې زیاتوالی ښيي.

د طالبانو د سترې محکمې د معلوماتو له مخې، دا کسان په کابل، لغمان، پکتیا، غزني، سرپل، کندز، تخار، کونړ او بدخشان ولایتونو کې له ۱۰ څخه تر نږدې ۴۰ دوورې وهل شوي او له شپږو میاشتو تر درې کلونو بند هم محکوم شوي دي.

دا هم باید وویل شي چې طالبانو په تېرو درې کلونو کې نږدې زر تنه، ۱۶۰ ښځو په ګډون، د خلکو د سترګو په وړاندې دورې وهلي دي.

داسې ښکاري چې دا بهیر ورو ورو په افغانستان کې عادي شوی او طالبان د خپل تفسیر شوي «حدود او شریعت» تطبیق ته دوام ورکوي.

سره له دې چې نړیوال د بشري حقونو بنسټونه، د ملګرو ملتونو په ګډون، څو څو ځله د طالبانو له لوري د بدني سزاګانو د پای ته رسېدو غوښتنه کړې او دا یي د بشري حقونو پراخ نقض بللی؛ خو طالبانو په دې برخه کې تر اوسه یو ګام هم شاته نه دی اخستی.د طالبانو مشر، هبت‌الله اخوندزاده، تر دې وړاندې ویلي چې حدود، په ځانګړې توګه قصاص، به تطبیقوي.