افغانستان نړۍ

امریکا کې یو افغان په ډزو وژل شوی دی

د هغه افغان انځور جې په امریکا کې په ډزو وژل شوی دی.

باوری سرچینې آمو ته وايي، چې د امریکا په ټکزاس ایالت کې یو افغان د خپل کور مخې ته په ډزو وژل شوی دی.

د سرچینو په وینا، دغه کس رییس سیلاب نومېده او د خوست ولایت اوسېدونکی دی.

سرچینې زیاتوي، نوموړي ځوان ته د ملګرو لخوا لومړی زنګ وهلی شوی او له کور څخه په وتو پرې ډزې شوي او وژل شوی دی.

یاده پېښه تېره ورځ (یکشنبه، غبرګولی ۹مه) د امریکا په ټکزاس ایالت کې رامنځته شوې ده.

تراوسه د یادې پېښه د رامنځته کېدو دقیقه انګیزه او لامل معلوم نه دی.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ امریکا کې یو افغان ژباړونکی د پولیسو سره تر لفظي شخړې وروسته وژل شوی و.