په داسې حال کې چې طالبانو د دویم ځل واکمنۍ پر مهال په نږدې څلورو کلونو کې، لسګونه خبریالان، مدني فعالان، او د نجونو د زده کړو مدافعین یوازې د خپل نظر څرګندولو له امله نیولي او زنداني کړي، د طالبانو د امر بالمعروف وزیر، خالد حنفي، د هغه څه پر وړاندې چې ده «تبلیغات» بللي، د مبارزې ټینګار کړی دی.
هغه په یوه آډیو کې چې د امر بالمعروف او نهی عنلمنکر وزارت تازه خپره کړې، ویلي: «اوس د تبلیغاتو او قلم جګړه ده، او د جبهې جګړه ختمه شوې ده.»
دا په داسې حال کې ده، چې یوې سرچینې آمو ته مخکې ویلي، چې ۱۵ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي او همداراز درې تنه دیني عالمان چې د طالبانو مخالفین دي، د طالبانو په بندخونو کې دي.
طالبانو دغه کسان یوازې د نظر څرګندولو، د مطالبو خپرولو او بیان له امله نیول شوي دي.
ورته مهال، د خبریالانو له ملاتړو بنسټونو هم دوه سرچینو آمو ته ویلي، چې له دې شمېر خبریالانو ځینې یې د طالبانو لهخوا په دوه تر درېیو کلونو د بند په سزا هم محکوم شوي دي. بلخوا، یو تن چې تازه د طالبانو له بنده خلاص شوی او نه غواړي نوم یې په راپور کې یاد شي، آمو ته ویلي، طالبان هیڅ ډول نیوکه نه زغمي، او هر څوک چې د دوی پر وړاندې نیوکه وکړي، نیول کېږي. طالبانو تر اوسه په دې اړه، په رسمي توګه څه نه دي ویلي.
تازه، د افغانستان د خبریالانو مرکز اعلان کړی چې طالبانو د غزني ولایت د «رادیو خوشحال» مدیر مسوول، سلیمان راحل، ته درې میاشتې د بند سزا ورکړې ده.
بلخوا، د طالبانو له بنده تازه خوشې شوی کس، چې د امنیتي دلایلو له مخې نهغواړي نوم یې واخیستل شي، آمو ته وایي چې طالبان د نیوکې منلو زغم نه لري، او د خلکو نیوکې د نیولو، ګواښ او زور له لارې ځپي.