لویدیځه اسیا

پر کی‌یف د روسیې په برید کې د یوه دوه کلن ماشوم په ګډون ۲۸ وژل شوي

د اوکراین لومړۍ وزیرې د جمعې په ورځ وویل، یو دوه کلن ماشوم د پنجشنبې د ورځې د روسیې د پراخ ډرون او توغندیز برید وروسته د وران شویو ودانیو له کنډوالو راویستل شوی دی. له دې سره د تلفاتو شمېر ۲۸ تنو ته لوړ شوی دی او تر ۱۵۰ ډېر کسان پکې ټپیان شوي دي.

د اوکراین د ولسمشر د دفتر مشر، اندري یرماک، ویلي چې دوه نور ماشومان همو وژل شوي، چې  ۶ او ۱۷ کلن وو.

د ژغورنې خدماتو ویلي، چې د ټپیانو له ډلې ۱۶ یې ماشومان دي، چې دا د روسیې د نږدې درې نیم کلنې پراخې یرغل وروسته د اوکراین په پلازمېنه کییف کې د ماشومانو د ټپي کېدو تر ټولو ستر برید بلل شوی دی.

د ښار چارواکو د جمعې ورځ د ویر ورځ اعلان کړه، او ژغورنیزې هڅې لا هم روانې وې.

د لومړۍ وزیر یولیا سوريډینکو په وینا: «نن سهار، د دوه کلن ماشوم جسد له کنډوالو راویستل شو، چې د وژل شویو شمېر یې ۲۸ ته ورسوه، چې له دې ډلې ۳ ماشومان دي.» نوموړې زیاته کړه چې تر ۱۵۰ ډېر کسان پکې ټپیان شوي دي.

هغې په خپل پیغام کې لیکلي: «نړۍ دا ټول وسایل لري چې روسیه عدالت ته راکش کړي. دا ځواک نه دی چې کم دی – بلکې اراده ده چې نشته.»

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ د سپینې ماڼۍ په اوول دفتر کې خبریالانو ته وویل چې د روسیې کړنه په اوکراین کې «کرکجن» بلل کېږي، خو دا یې هم زیاته کړه چې ډاډه نه دی چې بندیزونه به روسیه منع کړي.

نوموړي ویلي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته یې تر اګست ۸مې پورې وخت ورکړی چې یو تړون وکړي، که نه، نو اقتصادي فشار به پرې راولي.