افغانستان

د هرات کروندګر: «نه حاصل پاتې شو او نه بازار شته، هر څه په تاوان دي»

د هرات ولایت یو شمېر کروندګر وايي، چې په روان کال کې د دې ولایت ډېری د انګورو باغونه، له آفت سره مخ شوې دي. هغوی ټینګار کوي چې له امله‌ یې د خپلو عوایدو له ۸۰ سلنې ډېر له لاسه ورکړي دي.

د دوی په خبره، د خپلو عوایدو تر اتیا سلنې ډېره برخه یې د همدې آفتونو له امله له لاسه ورکړې ده. یو شمېر باغ لرونکي دا هم وایي، چې د هرات په بازارونو کې د کمیاوي سرې او د اصلاح شویو تخمونو بیې لوړې دي، خو په بدل کې یې د دوی کرنیز محصولات په ډېره ټيټه بیه بازار کې پلورل کېږي.

بسم‌الله، د هرات ولایت یو له هغو باغ لرونکو ده، چې نږدې دېرش کاله کېږي د انګورو تاکونه پالي. خو سږکال د ده د انګورو په باغ آفت لګېدلی او نوموړی یې شکایت ته اړ ایستلی دی.

بسم الله وايي، په تېرو کلونو کې به یې هر کال، د انګورو له دې باغه شاوخوا سل زره افغانۍ عواید ترلاسه کول، خو اوس یې ټول حاصل ښايي له پنځلس زره افغانیو هم په ټيټه بیه وپلورل شي.

باغ لرونکی، بسم‌الله وايي: «ما تاسو ته وویل چې تېر کال مې له دې باغ څخه یو لک افغانۍ عاید ترلاسه کړ، خو سږ کال خو ۱۵ زره افغانۍ هم نه کېږي. دا یو لوی تاوان دی د یو بزګر لپاره. موږ یو بوجۍ سره په پنځه زره افغانۍ اخیستې وه، خو اوس څلور کیلو انګور په سلو افغانیو رانیسي. نه حاصل پاتې شو او نه بازار شته، هر څه په تاوان دي.»

یوازې کرنیز آفت نه دی، چې په دې ولایت کې یې د انګورو باغ لرونکي شکایت ته اړ ایستلې دي، بلکې د دوی په خبره؛ په بازارونو کې د انګورو ټيټه بیه یوه بله ننګونه ده چې دوی ورسره مخ دي. دغه باغ لرونکي وایي، چې له همدې امله دوی خپل انګور په ممیزو بدلوي تر څو له یوې خوا یې د خوسا کېدو مخه ونیسي او له بلې خوا زیاته اندازه عاید ترلاسه کړي.

باغ‌لرنکی، عتیق‌الله ، وايي: «د باغدارۍ کار و بار هېڅ ښه نه دی. موږ په همدې باغ کې څلور بوجۍ سره مصرف کړې چې هره مو په پنځه زره اخیستې، یعنې شل زره مصرف مو کړی دی. که ډېر هم عاید وکړو، نو سږ کال به له دې باغ نه یو لک افغانۍ ترلاسه کړو، حال دا چې درې کسان مو ټول کال پکې کار کړی دی.»

سربېره پر دې، یو شمېر نور کروندګر دغه راز، د نړیوالو مرستو له کمېدو هم اندېښنه لري؛ ځکه د دوی په خبره، نړیوالو مرستندویه بنسټونو له دې مخکې له دوی سره د کیمیاوي سرې، اصلاح شویو تخمونو او د کرنیزې روزنې په برخه کې یې له دوی سره مرستې کولې. د دوی په خبره، د دغو مرستو کمېدل، د کرنیزو محصولاتو په تولید کې د پام وړ کمښت راغلی او کروندګر هم له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

د زراعت لپاره د اوبو کمښت، د کرنیزو محصولاتو د تولید د لګښتونو ډېروالۍ او د محصولاتو لپاره د مناسب بازار نشتوالۍ، نورې هغه ننګونې دي، چې د کروندګرو په باور، د هرات ولایت کرنه یې تر اغېزې لاندې راوستې ده.