بشري حقوق کډوالي

امریکایي سناتورانې: د افغان کډوالو د «لنډمهاله محافظتي وضعیت» لغوه کول «تاریخي خیانت» دی

د امریکا د سنا دوو ښځینه غړو په یوه لیک کې د ډونالډ ټرمپ د ادارې له لوري د افغان کډوالو د «لنډمهاله محافظتي وضعیت» لغوه کول وغندل او په دې اړه يې ژوره اندېښنه یې څرګنده کړه.

سناتورې جین شاهین او سناتورې لیزا مورکاوسکي د امریکا د حکومت دغه پرېکړه تاریخي خیانت بللې ده او ویلي یې دي چې دا پرېکړه د هغو زرګونو افغانانو ژوند له خطر سره مخ کوي چې د امریکا ترڅنګ ولاړ وو.

دغه لیک د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو او د امریکا د کورنیو چارو وزیر، کریستي نوم ته استول شوی دی.

په لیک کې راغلي: «دا پرېکړه د هغو ژمنو تاریخي خیانت دی چې موږ له افغان ولس سره کړي، او هغه ارزښتونه تر پښو لاندې کوي چې موږ د شلو کالو راهیسې د افغانستان لپاره یې هڅه کړې ده.»

هغوی ویلي، چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې د افغانستان وضعیت ورځ تر بلې خراب شوی دی.

د هغوی په وینا، په افغانستان کې اقتصاد کمزوری شوی، خلکو ته د اساسي خدماتو لاسرسی محدود شوی او د بشري حقونو او آزادیو ساحه نوره هم تنګه شوې ده.

په لیک کې راغلي دي، چې میلیونونه افغانان د لوږې له ګواښ سره مخ دي. دغه سناتوران وايي، چې طالبان ښځې په خپلو کورونو کې بندوي او پرله‌پسې فرمانونه ورکوي ترڅو د هغوی لاسته راوړنې او ازادي ترې واخلي.

دغې سناتورانو ویلي: «د افغان ښځو او نجونو ایستل به هغوی د وېرې او ظلم ژوند ته تسلیم کړي.»

لنډمهاله محافظتي وضعیت په ۲۰۲۲ کال کې د افغان وګړو لپاره تصویب شو او په ۲۰۲۳ کې تمدید شو.

دغو امریکایي سناتورانو ویلي، چې د لنډمهاله محافظتي وضعیت لغوه کول به دا کسان د طالبانو د ظالمانه واک لاندې له شکنجې، تاوتریخوالي، یا حتی مرګ سره مخ کړي.

د هغوی په وینا، افغان ښځې او نجونې له سیسټماټیک او ځانګړي ظلم سره مخ دي او له منځنیو او لوړو زده کړو منع، له کاره محرومې او جبري انزوا ته اړ ایستل.

په لیک کې راغلي، چې هغه کسان چې ژورنالستان، ښوونکي، فعالان یا د نړیوالو غیر دولتي موسسو کارکوونکي وو، د ټاکل شوي غچ اخیستنې له ځانګړي خطر سره مخ دي.

هغوی وایی: «که څه هم هغو کسانو ته چې د امریکا حکومت لپاره په افغانستان کې کار کړی، د ځانګړو کډوالو ویزې  ورکول کېږي، خو هغه کسان چې د آزاد او ډیموکراټیک افغانستان لپاره د پیاوړي مدني ټولنې له لارې خدمت کړی، ورته شرایط نه لري. سره له دې، د هغوی کار د طالبانو له خوا چې مدني ټولنه او د ښځو حقوق خپلواکۍ ته ګواښ ګڼي، د غچ اخیستنې له خطر سره مخ دی.»

دغه دوه سناتورانو د ټرمپ له ادارې غوښتي چې د لنډمهاله محافظتی وضعیت د لغو کولو د پرېکړې په اړه دې بیاځلي فکر وکړي.