د افغانستان ۱۷ کلونو کم عمره فوټبال ملي لوبډله به نن مازیګر (جمعه، غبرګولي ۹مه) د ایران پر وړاندې ولوبیږي.
د افغانستان د فوټبال فډراسیون په خپله فیسبوکپاڼه کې ویلي، چې دغه لوبه د مرکزی اسیا فوټبال (کافا) سیالیو په دوام تر سره کیږي. دغه سیالۍ به د کابل پر وخت نن مازیګر ۵:٠٠ بجې تر سره شي.
افغانستان تر دې وړانډې خپله لوبه د تاجیکستان پر وړاندې د ۰ـ۳ په پایلې سره وبایلله.