بشري حقوق

طالبانو په څلورو ولایتونو کې د یوې ښځې په ګډون ۲۳ تنه په دورو وهلي

طالبانو د یوې ښځې په ګډون ۲۳ تنه، د «شرابو، نشه‌یي ټابلیټونو د خرڅلاو، زنا، لواطت، غلا، د نشه‌يي موادو کارونې، بې‌حرمتی، نامشروع اړیکو او اخلاقي فساد» په تورونو په کندز، کونړ، تخار او کابل ولایتونو کې په دورو وهلي دي.

د طالبانو سترې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه کسان له ۱۰ تر ۳۹ دورو پورې وهل شوي، او له شپږو میاشتو تر درې کلونو پورې په بند محکوم شوي دي.

طالبان وايي چې دوی دغه کسان د خپل تر ادارې لاندې سترې محکمې له پرېکړې وروسته د عامو خلکو په حضور کې په دورو وهلي دي.

د آمو موندنې ښيي چې طالبانو په تېره یوه اونۍ (د غبرګولي له لومړي تر اتمې نېټې) کې، د دې کسانو په شمول، لږ تر لږه ۷۰ تنه چې درې ښځې هم پکې شاملې دي، په نهه ولایتونو کې د خلکو په وړاندې په دورو وهلي دي. دا شمېرې د تیرې میاشتې د ورته مودې په پرتله له ۱۳۰ سلنې زیاتوالی ښيي.

د طالبانو د سترې محکمې د معلوماتو له مخې، دا کسان په کابل، لغمان، پکتیا، غزني، سرپل، کندز، تخار، کونړ او بدخشان ولایتونو کې له ۱۰ څخه تر نږدې ۴۰ دوورې وهل شوي او له شپږو میاشتو تر درې کلونو بند هم محکوم شوي دي.

دا هم باید وویل شي چې طالبانو په تېرو درې کلونو کې نږدې زر تنه، ۱۶۰ ښځو په ګډون، د خلکو د سترګو په وړاندې دورې وهلي دي. داسې ښکاري چې دا بهیر ورو ورو په افغانستان کې عادي شوی او طالبان د خپل تفسیر شوي «حدود او شریعت» تطبیق ته دوام ورکوي.

سره له دې چې نړیوال د بشري حقونو بنسټونه، د ملګرو ملتونو په ګډون، څو څو ځله د طالبانو له لوري د بدني سزاګانو د پای ته رسېدو غوښتنه کړې او دا یي د بشري حقونو پراخ نقض بللی؛ خو طالبانو په دې برخه کې تر اوسه یو ګام هم شاته نه دی اخستی.

د طالبانو مشر، هبت‌الله اخوندزاده، تر دې وړاندې ویلي چې حدود، په ځانګړې توګه قصاص، به تطبیقوي.

.