رسنۍ کډوالي

نړیوالو سازمانونو له پاکستانه وغوښتل چې د افغان خبریالانو ویستل ودروي

یو شمېر افغان کډوال د پاکستان پولیسو لخوا در نیول کېدو په حال کې.

د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالې کمېټې او ۱۳ نورو نړیوالو سازمانونو په یوه ګډه اعلامیه کې د پاکستان له حکومته غوښتي، چې د افغان خبریالانو جبري او «خپل‌سری» ایستل دې «زر تر زره» ودروي.

په دې اعلامیه کې ټینګار شوی چې افغان خبریالان «د طالبانو له خوا ځورول کېږي» او پاکستان باید دا لړۍ ودروي.

دغه نړیواله کمېټه او ۱۳ نور سازمانونو د پاکستان لخوا د «غیرقانوني کډوالو بیرته ستنولو طرحې» په اړه، چې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر پر درېیمه نېټه په رسمي ډول اعلان شوه، خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېساري، او د نړیوال کډوالۍ سازمان هم له هغو سازمانونو دي چې د خبریالانو د نړیوالې خونديتوب کمیټې سره په ګډه دغه اعلامیه خپره کړې ده.

دغو سازمانونو له پاکستانه غوښتي چې د افغانستان کډوالو په ځانګړي ډول خبریالانو سره د نړیوالو ژمنو په چوکاټ کې مرسته وکړي.

په ګډه اعلامیه کې له نړیوالې ټولنې هم غوښتنه شوې چې د افغانستان خبریالانو، لیکوالانو، هنرمندانو، د بشري حقونو ملاتړو او نورو زیان‌منو کسانو لپاره چې د طالبانو له خوا د سولې د څرګندونو له امله ځورول کېږي، خوندي او قانوني لارې برابرې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت د کډوالو د جبري ایستلو دوهم پړاو چټک کړی او ویلي یې دي، چې ډېر ژر به دریم پړاو هم پیل کړي چې په کې سلګونه زره هېوادوالو، په ګډون د خبریالانو، مجبوره شوي په طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته بېرته ستانه شي.