افغانستان

سرچینې: د طالبانو د استخباراتو رییس د تاوتریخوالي د کمولو لپاره بدخشان ته تللی

په بدخشان ولایت کې سرچینې آمو ته وايي، چې د تاوتریخوالي او اعتراضونو د کمولو په موخه د طالبانو د استخباراتو رئیس دغه ولایت ته سفر کړی دی.

سرچینې زیاتوي، چې په بدخشان ولایت کې د اعتراضونو او جګړو د زیاتوالي سره هم‌مهاله، ددې ولایت په جرم ولسوالۍ کې د کوکنارو د کروندو د ارزولو پر سر شخړې هم زیاتې شوې دي.

د دغو سرچینو په خبره، طالبانو د دې پېښو نه وروسته یو شمېر اعتراض‌کوونکي نیولي او ترې پوښتنې کړې دي، او هغوی ته یې د وېرې فضا رامنځته کړې ده. د سرچینو په وینا، طالبانو دغو اعتراض‌کوونکو ته خبرداری ورکړی چې که اعتراضونه دوام وکړي، له سختو شرایطو سره به مخ شي.

همدارنګه، یوه محلي سرچینه د شهدا ولسوالۍ څخه وايي، چې د د طالبانو یو سیمه‌ییز قوماندان مولوي زین‌الله د وژل کېدو وروسته، د دې ولسوالۍ وضعیت ډېر لانجمن شوی دی.

په بدخشان کې په دې وروستیو کې په دوو جلا ولسوالیو کې دوه بېلابېل پېښې د دغې ولایت وضعیت نازک کړی دی.

په جرم ولسوالۍ کې، سیمه‌ییزو خلکو د خپلو کوکنارو د تخریب پر سر په اعتراضونو کې د طالبانو پر وړاندې جګړه کړې ده.

سرچینې د آمو ته وايي، چې په دې اعتراضونو کې یو کروندګر د طالبانو له خوا وژل شوی دی.

په ورته وخت کې، په شهدا ولسوالۍ کې د طالبانو د افرادو ترمنځ داخلي شخړې زور اخیستی دی. د محلي سرچینو په وینا، مولوي زین‌الله چې تازه له ایران څخه راستون شوی و، د دغو شخړو په پایله کې وژل شوی دی. طالبانو د هغه پر کور برید کړی او کور ته  یې اور لګولی. په دغه برید کې د هغه ښځه او ماشومان هم وژل شوي دي.

محلي سرچینې تاییدوي، چې د دغو پېښو وروسته د طالبانو د استخباراتو رئیس، عبدالحق وثیق، بدخشان ته سفر کړی او د ولایت له څو چارواکو سره یې لیدنې او خبرې کړې دي.

ویل شوي، چې د طالبانو د پوځ رئیس هم د اعتراضونو او تاوتریخوالي د خپرېدو د مخنیوي لپاره بدخشان ته تللی دی.

مخکې هم څو ځله د بدخشان خلکو د خپلو کوکنارو د تخریب پر ضد د طالبانو سره په بېلابېلو ولسوالیو کې جګړې کړي او پراخ اعتراضونه یې کړي دي چې د طالبانو لخوا ځپول شوي دي.