افغانستان

اتریش، د افغانستان د راتلونکي په اړه د هېواد د سیاستوالو د خبرو اترو کوربه

احمد مسعود په اتریش کې

د طالبانو تر ۳۰ زیات مخالفان د اتریش په وین ښار کې سره غونډ شوي ترڅو د افغانستان د راتلونکي په اړه ناسته ترسره کړي.

دغه ناسته به درې ورځې د تړلو دروازو تر شا ترسره شي.

د طالبانو د ضد مقاومت جبهې مشر احمد مسعود هم په دې ناسته کې ګډون کړی دی.

د افغانستان د راتلونکي او د طالبانو پرضد د مقاومت پیاوړي کولو په اړه بحث هغه موارد دي چې د دې ناستې اجنډا جوړوي.

د احمد مسعود، زلمي رسول، دادفر سپنتا او رحمت‌الله نبیل په شمول چې د طالبانو د ایډیولوژۍ سخت مخالفین دي په دې ناسته کې د ګډون په موخه وین ته رسېدلي.

دغه ناسته په داسې حال کې ترسره کېږي چې د خپرو شویو راپورونو له مخې طالبانو په وروستیو ورځو کې تر ۴۰ زیات کسان له مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور په ډزو وژلي دي.