د روغتیا نړیوال سازمان په یوه تازه راپور کې ویلي، چې د مارچ میاشتې له ۲۵مې نېټې راهیسې، په ټول افغانستان کې د بودجې د ختمېدو له امله ۲۰۲ بشري روغتیایي مرکزونه یا تړل شوي او یا هم ځنډول شوي دي.
دا سازمان وایي چې دغه ستونزې به د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې د ۱.۸ میلیونه وګړو ژوند اغېزمن کړي.
راپور زیاتوي چې په ځنډېدلي روغتیایي مرکزونه ۱۰۸ ګرځنده روغتیایي او تغذیې ټیمونه، ۳۳ کورني روغتیایي مرکزونه، ۲۰ لومړنۍ روغتیایي خدماتو مرکزونه، ۲۲ فرعي روغتیایي مرکزونه او ۱۹ نور روغتیایي مرکزونه شامل دي.
خو روغتیا نړیوال سازمان ټینګار کړی چې دغه لړۍ د بشري شریکانو د بودجې شتون پورې تړلې ده چې د ځنډېدلو یا تړل شويو روغتیایي مرکزونو شمېر به هره اوونۍ توپیر وکړي.
دغه سازمان له مرسته کوونکو غوښتنه کړې چې ژر تر ژره د حیاتي روغتیایي خدماتو د بېرته راستنولو ملاتړ وکړي او د افغانستان د روغتیایي وضعیت له لا ډېر خرابېدو څخه مخنیوی وکړي.
په راپور کې همداراز راغلي چې د مارچ په میاشت کې، خپرېدونکې ناروغۍ هم ثبت شوي.
راپور وايي: «۷زره او ۱۲۸ د شدیده اسهالاتو پېښې ، ۱۳۹زره او ۲۲۶ د سینه بغل پېښې، ۱۲زره او ۵۳۵ د شري پېښې، ۱۸ د ډینګي تبې پېښې، ۷۹۴ د ملاریا پېښې، او ۲۹ پېښې هم د کریمه-کونګو تبې ثبت شوي دي.»
په همدې حال کې، د مارچ میاشت کې ټولټال ۱۳۹زره ۶۲۶ د تنفسي ناروغیو یا سینه بغل پېښو کې ۳۰۹ مړینې ثبت شوي دي. دا شمېره د تېرې میاشتې په پرتله ۱۸.۹ سلنه کموالی ښيي.
راپور زیاتوي چې په همدې میاشت د شري ناروغۍ له امله ۸۲ کسان مړه شوي دي. دا شمېره د تېرې میاشتې په پرتله ۴۲.۸ سلنه زیاتوالی ښيي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د بیاک واک ته رسېدو سره، د افغانستان روغتیایي سکتور له جدي ستونزو سره مخ شوی دی.