روغتیا

د روان میلادي کال د پولیو ضد واکسیناسیون دویم کمپاین پیل شو

انځور: د عامې روغتیا وزارت

د ۲۰۲۵ میلادي کال د ماشومانو د ګوزڼ (پولیو) ضد واکسیناسیون دویم کمپاین، نن (دوشنبه، د غبرګولي ۵مه) د هېواد په ټولو حوزو کې پیل شوی دی.

په دغه څلور ورځني کمپاین کې به د ټول هېواد په کچه له پنځو کالو کم عمره  ۱۱.۸ میلیونه ماشومان واکسین شي.

دا په داسې حال کې ده چې د دې کمپاین په لومړۍ ورځ، په پکتیا کې د ډزو په ترڅ کې یو واکسیناتور وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی. د سرچینو په وینا، دا پېښه نن سهار (دوشنبه، د غبرګولي پنځمه) د ګردیز ښار اړوند د «بلند منزلو» په سیمه کې رامنځته شوې ده.

سرچینې زیاتوي چې دا واکسیناتوران هغه وخت د ډزو هدف وګرځېدل، چې دوی د یوې کورنۍ دروازه وټکوله تر څو ماشومان واکسین کړي.

سرچینې وایي، کله چې د کور مالک د ماشومانو واکسین ته اجازه ورنکړه، نو واکسیناتورانو بیا غوښتنه وکړه چې ماشومان بهر راوباسي او واکسین ورکړي؛ خو له همدې کوره پرې ډزې وشوې.

 طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.