د طالبانو تر ادارې لاندې د کډوالو وزارت له لوري د وړاندې شویو شمېرو پر بنسټ د د آمو موندنې ښیي، چې له تېرو ۱۵ ورځو (د غوايي له ۱۸مې څخه د غبرګولي ۳مې پورې) ۱زر او ۳۳۶ افغان وګړي د پاکستان له بېلابېلو بندخونو خوشې شوي او بېرته هېواد ته ستانه شوي دي.
که څه هم طالبانو د دغو وګړو د بندي کېدو علت په اړه څه نه دي ویلي، خو د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، ډېری نیونې د قانوني اقامې د اسنادو نه درلودلو له امله ترسره شوي دي.
دغه موندنې ښيي چې دغه کسان له یوه ورځې تر څو ورځو پورې د پاکستان په زندانونو کې بنديان پاتې شوي دي.
په وروستۍ پېښه کې، د هېواد ۵۲ وګړي د یکشنبې په ورځ، د غبرګولي په ۳مه نېټه، د پاکستان له بندخونو خوشې شوي او بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي.
په داسې حال کې چې د ناروې د مهاجرو شورا په خپل تازه راپور کې ویلي چې له سپتمبر ۲۰۲۳ راهیسې، چې له پاکستانه د افغان کډوالو جبري ایستل پیل شوي، تر اوسه له یو میلیون ډېر افغانان بېرته هېواد ته ستانه شوي دي.
برسیره پردې، په دې راپور کې اټکل شوی چې په ۲۰۲۵ میلادي کال کې، شاوخوا ۶۰۰ زره نور افغانان به له پاکستانه وایستل شي او بېرته افغانستان ته ستانه شي.