د ویرجینیا ایالت د فرفکس ښار پولیسو د یوه افغان وګړي جمال ولي او د پولیسو ترمنځ د لفظي شخړې او د هغه د وژل کېدو د صحنې ویډيو خپره کړې ده. په دې ویډيو کې، افغان کډوال جمال ولي، له امریکايي پولیسو سره په شخړه کې ښکاري، او په پایله کې د پولیسو په ډزو وژل کېږي.
د فرفکس ښار د پولیسو ادارې ویلي، جمال ولي، د ترافیکي تمځای پر مهال د پولیسو له امر سرغړونه کړې، وسله یې را ایستلې او پر دوو پولیسانو یې ډزې کړي دي.
دا پېښه د روان کال د اپرېل په ۲۳مه نېټه، د غرمې له دوو بجو او ۳۶ دقیقو وروسته د امریکا په ویرجینیا ایالت کې رامنځته شوې ده.
په ویډیو کې ښکاري چې د پولیسو یو افسر د فرفکس ښار په دې ایالت کې د یوه افغان وګړي موټر ته نږدې کېږي. پولیسو په وینا، هغه د زیات سرعت او تخنیکي ارزونې له امله درول شوی و.
جمال ولي پولیس ته وايي: « دا په رښتیا ښه درېدنه وه، صاحب، زه وسله لرم، مسلح یم، ولې دې ودرولم؟»
پولیس په ځواب کې ورته وایی: «ستا د موټر چلولو جواز چېرې دی؟» جمال وایی: «زه د موټر چلولو جواز نه لرم.» پولیس وایي: «بېرته موټر کې کښېنه. کولی شم نوم دې وپوښتم؟» جمال وايي: «نه، نه.»
کیسه له همدې لفظي شخړې پیل شوه او دغه خبرې شپږ دقیقې او پنځلس ثانیې دوام کوي.
د خبرو په یوه برخه کې افغان وګړی امریکايي پولیس ته وايي چې له امریکايي ځواکونو سره یې کار کړی او اوس نه شي کولی بېرته افغانستان ته ستون شي. دغه افغان وګړی له پولیس سره په خبرو کې د ښکنځلو او سپکو سپورو په کارولو سره، د خپل خراب ژوند او معلولیت کیسه کوي.
جمال ولي وایي: «زه له محکمې سره ستونزه لرم. اسناد درښییم. ته باور نه کوې چې هغوی څه کړي دي. کله چې ورته زنګ وهم، یوازې ناسمې خبرې کوي. زه اندېښنه نه لرم. ماته هېڅ مهمه نه ده. هر څوک راوستلی شې، راوله. ته غوږ نه نیسې. هغه څه چې زه یې درته وایم دا دي چې زه څلور ماشومان لرم. زه څلور ماشومان لرم.»
کله چې پولیس هڅه کوي وضعیت آرام کړي، افغان وګړی په تنده لهجه او ښکنځلو له هغه چلنده شکایت کوي چې په امریکا کې ورسره مخ شوی. هغه وایي چې د امریکايي ځواکونو لپاره یې په افغانستان کې د ژباړن په توګه کار کړی او وروسته امریکا ته راغلی دی. په دې ویډیو کې، جمال ولي په خپلو خبرو کې د طالبانو د ملاتړ هیله هم څرګندوي. له شپږو دقیقو او پنځلسو ثانیو وروسته، جمال ولی بالاخره خپل وسله را اخلي او پر پولیس ډزې کوي. د فرفکس د پولیسو مشر کوین ډېویس، وایي، یوه مرمۍ د دوو افسرانو د لاسونو ترمنځ تېره شوه او بیا یې پر یوه پارک شوي موټر ولګېده، چې له هغې وروسته پولیسو له بل لوري څخه پر جمال ولی ډزې وکړې، چې له امله یې نوموړی ووژل شو.
د امریکا په ویرجینیا ایالت کې د فرفکس د پولیسو مشر، کوین ډېویس، وایي: «هغه افسر چې د موټر د چلوونکي په خوا کې ولاړ و، یو نسبتاً ځوان افسر دی او زه واقعاً زموږ د روزنو، ښوونکو، د پولیسو د اکاډمۍ او د وسلو د تمرین د میدان ستاینه کوم. هغه د متقابل ډزو په یوه وضعیت کې واقع شوی و، خو هغه یوازې هغه وخت له وژونکې وسلې کار واخیست، چې د خپلو همکارانو ژوند یې وژغوره، او دا کار یې په ډېر تاکتیکي او سټراټيژیک ډول وکړ، داسې چې مرمۍ یوازې پر ښاغلي ولي ولګېده.»
جمال ولي څوک و او څه وخت امریکا ته تللی و؟
جمال ولی ۳۶ کلن و، او له ۲۰۱۴ میلادي کال څخه مخکې له امریکايي ځواکونو سره یې د ژباړونکي په توګه دنده ترسره کړې وه.
هغه په ۲۰۱۴ کال کې امریکا ته راغلی و او د ویرجینیا ایالت په فرفکس ښار کې یې ژوند کاوه. د فرفکس د پولیسو ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، له هغه پولیس څخه چې پر جمال ولي یې ډزې کړې، لا هم څېړنې روانې دي.