په بدخشان ولایت کې په دوو جلا ترافيکي پېښو کې اووه تنه مړه شوي او يو تن ټپي شوی دی، چې د ټپي روغتيايي حالت «ناوړه» بلل شوی دی.
د بدخشان سیمهییز طالب چارواکي وايي چې دا پېښې د دې ولايت په «شهر بزرګ او راغستان ولسواليو» کې رامنځته شوي دي.
د طالبانو په وينا، دا پېښې د موټرچلوونکو د بېاحتیاطۍ له امله رامنځته شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د هېواد اوسېدونکي وايي، په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې ترافيکي پېښې بېساري زياتې شوې دي.
د دوی په وينا، د سړکونو خرابوالی، د ترافيکي نښو نشتوالی او د موټرچلوونکو بېاحتیاطي د دغو پېښو له اصلي لاملونو څخه دي.
