فرهنګ او هنر

د سن‌دیګو ښاروالۍ د «هزاره کلتور» ورځ په رسمیت وپېژندله

د متحده ایالاتو د کلیفورنیا ایالت سن‌دیګو ښاروالۍ د مې ۱۹مه د «هزاره کلتور ورځ» په توګه په رسمیت وپېژندله.دا پرېکړه د سن‌دیګو ښاروال، تاد ګلوریا، له لوري د یوې رسمي اعلامیې له لارې اعلان شوه.

په دې اعلامیه کې ویل شوي: «د هزاره کلتور د ورځې په رسمیت پېژندل او لمانځنه، د سن‌دیګو د ټولو اوسېدونکو ترمنځ د کلتوري پوهاوي، شمولیت او یووالي د پیاوړتیا لپاره فرصت برابروي او د دې ښار د بېلابېلو ټولنو ترمنځ د تړاو او متقابل درک احساس پیاوړی کوي.»

د سن‌دیګو د هزاره ټولنې یو فعال د دې پرېکړې هرکلی کړی او دا یې د هزاره ټولنې د رول او حضور د رسمیت پېژندلو په برخه کې مهم او سمبولیک ګام بللی.هغه وویل: «زه په ویاړ اعلان کوم چې موږ په رسمي ډول د مې ۱۹، ۲۰۲۵ د هزاره کلتور ورځ په سن‌دیګو کې وټاکله. له خپل ګرانه ښاروال، تاد ګلوریا، څخه د نه ستړې .کېدونکو ملاتړونو او د ټولنې لپاره د ارزښتناکو خدمتونو مننه کوم

دا پرېکړه د کلتوري تنوع او د مهاجرینو د ټولنو د ملاتړ په برخ کې د هغه ریښتینی ژمنتیا ښيي.» دغه فعال زیاته کړه چې میاشتې وړاندې یې له ښاروال ګلوریا سره د لیدنې پر مهال د دې ورځې د رسمي کېدو وړاندیز کړی و.

هغه توضیح ورکړه: «په هغه لیدنه کې مو د هزاره ټولنې د رول او لاسته راوړنو په اړه، همدارنګه د افغانستان، متحده ایالاتو او په ځانګړې توګه سن‌دیګو کې خبرې وکړې.

ښاروال ګلوریا زما وړاندیز ومنه او ملاتړ یې وکړ.»له دې وروسته چې د افغانستان پخوانی حکومت سقوط وکړ، ګڼ شمېر افغان وګړي، چې پکې د هزاره ټولنې غړي هم شامل دي، متحده ایالاتو ته مهاجر شول.

ډېر یې په کلیفورنیا او په ځانګړې توګه د سن‌دیګو ښار کې مېشت شوي دي.د مهاجرینو د ټولنې یو شمېر فعالان باور لري چې د هزاره کلتور د ورځې نمانځنه کولی شي د مهاجرینو او ځایي اوسېدونکو ترمنځ د یووالي زمینه برابره کړي او په مهاجرینو کې د نوي ټولنې سره د تړاو احساس پیاوړی کړي.

دغه هزاره ټولنې فعال ټینګار وکړ چې ډېر ژر به دا اعلامیه د سن‌دیګو هزاره ټولنې ته ورسېږي او د دې کلتوري ورځې نمانځنه به په رسمي ډول ترسره شي.