افغانستان فرهنګ او هنر

طالبان: له مس عینک څخه کشف شوي ۱۴۳۰ تاریخي آثار کابل ته لېږدول شوي

د میس عینک له سیمې څخه راټول شوي تاریخي اثار

د طالبانو تر ادارې لاندې د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، چې د لوګر ولایت د مس عینک له ساحې څخه ۱۴۳۰ تاریخي اثار کشف او کابل ته لېږدول شوي دي.

د یاد وزارت په وینا، دا اثار د اطلاعاتو او کلتور وزارت د لرغون‌پېژندنې ریاست ته سپارل شوي دي.

طالبان وایي، چې دا موندل شوي اثار د خټو، ډبرو، فلز، ښیښې، هډوکو او لرګیو جوړ توکي دي، چې تاریخ یې تر پنځو زرو کلونو او د کوشانیانو او ساسانیانو دورو ته رسېږي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د لرغون‌پېژندنې رئیس، ذبیح‌الله سادات وایي، دغه اثار به تر پاک‌کارۍ، ترمیم، پېژندنې او ثبت وروسته ملي موزیم ته وسپارل شي.

که څه هم افغانستان د تاریخي او جغرافیایي ځانګړتیاوو له امله د ګڼو تاریخي ځایونو او فرهنګي میراثونو کوربه دی، خو د هېواد اوسېدونکي د دغو شتمنیو د ساتنې په اړه اندېښنه لري.

یوشمېر فرهنګپال او لرغون‌پېژندونکي وایي، چې د جګړو د لسیزو او طبیعي پېښو له امله، ډېر تاریخي آثار او سیمې ویجاړې شوي یا له منځه تللي دي.

د دوی په باور، که دې آثار او تاریخي ځایونو ته جدي پاملرنه و نه شي، افغانستان به خپل فرهنګي او تاریخي میراث له لاسه ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د بامیان بودا مجسمې، چې د افغانستان له مهمو تاریخي آثارو ګڼل کېدې، په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو له خوا الوځول شوې او سخت زیان یې ولید؛ یوه پېښه چې نړیواله فاجعه بلل شوې ده.

یادې ۱۵۰۰ کلنې مجسمې د نړۍ تر ټولو سترې ولاړې ډبرینې مجسمې ګڼل کېدې، خو کارپوهان د دغو آثارو له پامه غورځولو او پر ضد اقداماتو اندېښنه لري.