د طالبانو تر ادارې لاندې د کډوالو وزارت وایي چې ۲۳۰ تنه افغان وګړي د پاکستان له بندخونو خوشې شوي او تېره ورځ (شنبه، د غبرګولي ۳مه) بېرته هېواد ته ستانه شوي دي.
دغه وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې دا کسان له یوې تر دوو ورځو پورې په پاکستاني زندانونو کې پاتې شوي وو.
که څه هم طالبانو د دې افغان وګړو د بندي کېدو علت نه دی روښانه کړی، خو له دې مخکې د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، ډېری دغه کسان د قانوني اقامت اسنادو نه لرلو له امله نیول شوي وو.
د یادونې وړ ده چې دا افغانان د سپین بولډک له لارې هېواد ته ستانه شوي دي، خو طالبانو لاتر اوسه د پاکستان له بندخونو د خوشې شویو کسانو کره شمېر نه دی وړاندې کړی.
د آمو د موندنو له مخې، چې د طالبانو تر ادارې لاندې د کډوالو وزارت له خوا وړاندې شوي، ښيي چې له تېرو لسو ورځو (د غويي له ۱۸مې تر ۲۸مې) راهیسې، ۱۰۵۴ تنه افغانان د پاکستان له بېلابېلو زندانونو خوشې شوي او بېرته هېواد ته ستانه شوي دي.
په داسې حال کې چې د ناروې د مهاجرو شورا په خپل تازه راپور کې ویلي چې له سپتمبر ۲۰۲۳ راهیسې، چې له پاکستانه د افغان کډوالو جبري ایستل پیل شوي، تر اوسه له یو میلیون ډېر افغانان بېرته هېواد ته ستانه شوي دي.
برسیره پردې، په دې راپور کې اټکل شوی چې په ۲۰۲۵ میلادي کال کې، شاوخوا ۶۰۰ زره نور افغانان به له پاکستانه وایستل شي او بېرته افغانستان ته ستانه شي.