نړۍ

د فلسطین د روغتیا وزیر په غزه کې د لوږې له امله د ۲۹ کسانو مړینه تایید کړه

په داسې حال کې چې غزې ته مرستې کمېږي د فلسطین د روغتیا وزیر وايي چې په وروستیو ورځو کې په غزه کې لږ تر لږه ۲۹ ماشومان او زاړه کسان د لوږې له امله مړه شوي.

ماجد ابو رمضان په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې وویل: «په تېرو څو ورځو کې موږ ۲۹ نوي زیږیدلي ماشومان او زاړه کسان له لاسه ورکړي دي.»

هغه دا مړینې «لوږې پورې اړوند» وبللې.

ابو رمضان خبرداری ورکړ چې د طبي خدماتو او خوړو نشتوالی په ځانګړې توګه د ماشومانو او امیندوارو میرمنو لپاره ویجاړونکي پایلې له ځانه سره لري.

نوموړي زیاته کړه: «اوس په هر زېږون کې د کم وزن لرونکي ماشومان زېږي چې بېړنۍ ځانګړې پاملرنې ته اړتیا لري. خو د انکوباتور یا سونوګرافي ماشینونو پرته دا ماشومان په مړینې محکوم دي او یوازې څو ورځې ژوندي پاتې کیږي.»

هغه همدا راز ویلي چې د جګړې له پیل وړاندې غزې د ماشومانو او میندو د مړینې په کمولو کې د پام وړ پرمختګ کړی و او د نړیوال روغتیا سازمان معیارونو ته نږدې شوي وو.

هغه وويل : «وس دا ټولې شمېرنې برعکس شوي، موږ د افریقا ډېرو محرومو سیمو سره د پرتلې وړ کچې ته رسیدلي یو. او دا د هغه ځای په پرتله چې موږ ورته رسېدلي وو یو سخت سقوط دی»

د مارچ له پیل راهیسې اسراییل د امنیتي دلایلو او سرچینو ته د حماس د لاسرسي د مخنیوي لپاره غزې ته د خوړو، سون او روغتیايي توکو په ننوتلو بندیزونه لګولي دي. نړیوالو سازمانونو خبرداری ورکړی چې قحطي نږدې ده او د غزې ۲.۳ میلیونه اوسیدونکي د حیاتي توکو له لاسرسي څخه په جدي توګه بې برخې دي.

که څه هم اسراییلو د دوشنبې په ورځ د نړیوالو فشارونو له امله محدود شمېر خوراکي لاریو ته غزې ته د تګ اجازه ورکړه خو ملګرو ملتونو د سه شنبې په ورځ وویل چې تر اوسه پورې خلکو ته هېڅ مرسته نه ده رسیدلې ځکه چې د ویش ستونزې او د امنیت نشتوالی لوی خنډونه دي.

دا کړکېچ په غزه کې د اسراییلو د نوي پوځي عملیاتو له پیل سره نور هم زیات شوی دی. د اسراییلو پوځ تېره اوونۍ د حماس پر مرکزونو پراخ بریدونه پیل کړل. په غزه کې روغتیايي چارواکي وايي چې په تېرو اتو ورځو کې په دې هوايي بریدونو کې له ۵۰۰ څخه ډېر کسان وژل شوي دي.