نړۍ

د ایران د بهرنیو چارو وزیر امریکا سره د خبرو اترو لپاره روم ته ولاړ

عباس عراقچی وزیر خارجه ایران

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د حقوقي، سیاسي، بانکي او مالي کارپوهانو څخه جوړ د یو سیاسي پلاوي په مشرۍ د جُمعې په سهار روم ته روان شو ترڅو د امریکا له ځانګړي استازي سره د غیر مستقیمو خبرو اترو پنځم پړاو پیل کړي.

ښاغلی عراقچي چې د ایران د مذاکراتي ټیم مشري کوي تر اوسه پورې د ډونالډ ټرمپ د ځانګړي استازي سټیو ویټکاف سره په غیر مستقیم ډول او د عُمان د بهرنیو چارو وزیر بدر ابوالسعیدي په منځګړیتوب څلور پړاوه خبرې اترې کړي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال مجید تخت روانچي، د حقوقي او نړیوالو چارو مرستیال وزیر کاظم غریب آبادي، د دغه وزارت ویاند اسماعیل بقايي او یو شمېر نور ډیپلوماتان او کارپوهان د عباس عراقچي سره د پلاوي په غړو کې شامل دي.

ټاکل شوې ده چې دا خبرې اترې به په روم کې د ماسپښین له یوې بجې وروسته پیل شي. په داسې حال کې چې تېره اوونۍ امریکایي چارواکو د ټرمپ په ګډون د منځني ختیځ لپاره د هغه ځانګړي استازي سټیف ویټکاف، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، او د سپینې ماڼۍ او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندانو ویلي وو؛ یوازینۍ مسئله چې دوی به یې له ایران سره په خبرو اترو کې د منلو وړ ده هغه د یورانیمو د غني کولو بشپړ بندول دي.