سویلي آسیا

پخوانی پاکستانی ډیپلومات: د پاکستان اصلي ګواښ داخلي دی، نه هند یا افغانستان

په امریکا کې د پاکستان پخواني سفیر حسین حقاني په یوه ټلویزیوني مرکه کې ټینګار کړی چې د پاکستان په وړاندې اصلي ګواښ د دغه هېواد دننه سرچینه اخلي او بهرني ګواښونه لکه هند یا افغانستان یې په بې ثباتۍ کې چندان رول نه لري.

ښاغلي حقاني چې د اسلام آباد د پوځي واکمنۍ او د هېواد د غلطو ستراتیژیکو پالیسیو په اړه د خپلو انتقادي نظرونو لپاره پیژندل کیږي زیاته کړه: «امریکایان ډیری وخت په پاکستان کې د بې ثباتۍ ریښې غلطې پېژني، پاکستان یو خطرناک ځای دی، مګر د هغه دلایلو له امله نه چې امریکا یې تصور کوي.»

نوموړي د پاکستان داخلي مسایلو ته په اشارې سره وویل چې کمزوري ملي هویت، د نفوس چټکه وده، اقتصادي رکود او ناسمو امنیتي لومړیتوبونو په څېر ستونزې د هېواد ترټولو لویې ننګونې دي.

حقاني ټینګار وکړ: «پاکستان یو داسې هیواد دی چې پرته له مخکیني بحث او تحلیل څخه جوړ شو او دا تاریخي کمزوري لا هم دوام لري.»

حقاني د بهرنیو ګواښونو په اړه اندېښنې رد کړې او یادونه یې وکړه چې هند د کومې جګړې د پیل کولو مسؤول نه دی او افغانستان په اقتصادي یا سیاسي لحاظ د دې توان نلري چې پاکستان ته ګواښ وکړي.

هغه دا وېرې په لویه کچه «رواني» وبللې.

پخواني ډیپلومات د پاکستان د نفوسو بحرانونو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې د ۲۱۰ میلیونو څخه ډېر نفوس سره چې نیمایي یې د ۲۱ کلونو څخه کم عمره دي دا هېواد د زده کړو او غربت له جدي ستونزو سره مخ دی.

هغه زیاته کړه: «پداسې حال کې چې پاکستان اټومي وسله لري، یو پر درېمه برخه ماشومان به یې هېڅکله ښوونځي ته لاړ نشي او یو پر دریمه برخه به د فقر کرښې ته نږدې ژوند وکړي.»

حقاني د پاکستان پر امنیتي پالیسیو سختې نیوکې وکړې او هغه یې د «رواني ناروغۍ» یوه بڼه وبلله چې د اټومي وسلو د غلا په وېره کې ریښه لري او د هېواد د پوځي تاسیساتو لخوا لا پسې سختېږي.

د حقاني څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د پاکستان او هند ترمنځ د پولې دواړو خواوو کې تاوتریخوالی زیات شوی او په سیمه کې د کړکېچ کمولو لپاره د امریکا ډیپلوماتیک غبرګونونه زیات شوي دي.