د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق خبرداری ورکړی چې د نړیوالو مرستو د سخت کمښت له امله د میندو روغتیا او د میلیونونو افغانانو لپاره حیاتي روغتیايي خدماتو ته لاسرسی له جدي خطر سره مخ دی.
دغه سازمان وايي چې په افغانستان کې به شاوخوا ۶.۳ میلیونه وګړي چې ډیری یې ښځې او نجونې دي نور بنسټیزو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی ونلري.
د نفوس صندوق د پنجشنبې په ورځ په ایکس ټولنیزه شبکه کې اعلان وکړ چې په ټول افغانستان کې په لیرې پرتو سیمو کې سلګونه روغتیايي مرکزونه او ګرځنده کلینیکونه د بودیجې د نشتوالي له امله تړلو ته اړ شوي دي.
د سازمان په وینا دې مرکزونو د ژوند ژغورنې خدمتونه لکه خوندي زیږون، لمړنۍ مرستې، او د امیندوارۍ مخنیوي چمتو کول.
له بل لوري د آسیا او ارام سمندر لپاره د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق سیمه ییز رییس، پیو سمیت په یوه مقاله کې چې په دې وروستیو کې په برتانوي خبري ویبپاڼې کې خپره شوې اوسنی وضعیت د نړیوال پراختیایي سیسټم په تاریخ کې «تر ټولو سخت بودیجه یي بحران» بللی.
د نوموړي په وینا د مالي مرستو بندول به نه یوازې د خدماتو د بندیدو لامل شي بلکې د افغانستان په زیان منونکو سیمو کې به د ښځو او ماشومانو ژوند او پایښت هم له ګواښ سره مخ کړي.
هغه زیاته کړې چې بامیان ولایت ته د خپل وروستي سفر په جریان کې هغه له یوې ځوانې مور سره ولیدل چې د زیږون لپاره یې ساعتونه مزل کړی و ترڅو یو کوچني کلینیک ته ورسیږي. هغه کلینیک چې یوازې یوه قابله پکې وه او امبولانس یا ډاکټر ته یې لاسرسی نه درلود.
هغه وايي: «که هغې قابلې هغه ځای پرېښی وای مور یا ماشوم مړ شوی وای.»
دا خبرداری وروسته له هغه ورکړل شو چې متحده ایالاتو په می میاشت کې تایید کړه چې د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق ته یې د ۳۳۵ ملیون ډالرو مرسته بنده کړې.
د دې کمښت لږ تر لږه یو پر دریمه برخه به په مستقیم ډول د افغانستان په ګډون آسیایي هېوادونه اغیزمن کړي.
د نفوسو صندوق ټینګار کوي چې د بودیجې کمښت نه یوازې لوی بشري زیانونه رامینځته کوي، بلکې د ښځو د حقونو او روغتیا په برخه کې د لسیزو پرمختګونو د بېرته شاتګ په معنا هم دی.
دغه سازمان د مرستندویه حکومتونو په ځانګړې توګه بریتانیا څخه غوښتي چې په دې مهم وخت کې په افغانستان کې د زیان منونکو میرمنو او نجونو لپاره د روغتیایی خدماتو د دوام لپاره خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.
کارپوهان په دې باور دي چې د دې وضعیت دوام کولی شي د میندو د مړینې د زیاتوالي، د فقر د زیاتوالي او په افغانستان کې د بې ثباتۍ د پراختیا لامل شي.