د امریکا په پلازمېنه واشنګټن ډي سي کې د نامعلومو کسانو په ډزو کې په امریکا کې د اسراییلو د سفارت دوه ډیپلوماتان ووژل شول.
د اکسیوس شبکې خبریال په واشنګټن ډي سي کې د اسراییلي سفارت د ویاند په حواله راپور ورکړ چې دوه ډیپلوماتان له نږدې ویشتل شوي دي.
د اسراییلو سفارت ویلي چې دوه کارکوونکي یې وروسته له هغه ووژل شول چې دوی هڅه کوله په واشنګټن ډي سي کې د یهودي موزیم په مذهبي مراسمو کې ګډون وکړي.
تر اوسه روښانه نه ده چې دا ډزې چا یا کومې ډلې کړې دي.
په عین حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د دې پېښې په اړه غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې هغه دا پېښه «په سختو ټکو» غندي.
نوموړي په ایکس کې لیکلي چې دا برید «د بزدلانه او یهود ضد تاوتریخوالي یو بې رحمه عمل» و.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی چې د هغه د هېواد امنیتي ادارې به د ډزو عاملین تعقیب او «عدالت ته به یې وسپاري».
دا په داسې حال کې ده چې په غزه باندې د اسراییلو د بریدونو له زیاتوالي وروسته دغه هېواد د اروپایي اتحادیې په ګډون له سختو نړیوالو فشارونو سره مخ دی.
بریتانیا تر دې وړاندې اعلان وکړ چې له اسراییلو سره یې سوداګریزې خبرې اترې ځنډولې او له دغه هېواد څخه یې خپل سفیر ورغوښتی دی.
بریتانیا خبرداری ورکړ چې که اسراییل پر غزې خپل بریدونه ونه دروي نو دوی چمتو دي چې نور بندیزونه هم ولګوي. هغه څرګندونې چې د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د حماس له جنګي تګلارې څخه د ملاتړ په توګه یادې کړې.
له بل لوري اروپايي ټولنې هم خبرداری ورکړی چې که په غزه کې دا بریدونه دوام وکړي نو پر اسراییل به بندیزونه ولګوي.