Uncategorized @ps افغانستان

طالبانو په یوه میاشت کې له ۶۰ څخه زیات کسان په دُرو وهلي

انځور له آرشیف څخه.

د آمو موندنې ښيي چې د ثور له پیل څخه د دې میاشتې تر پایه پورې، طالبانو د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې د یوولسو ښځو په ګډون ۶۲ کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي.

د بشري حقونو فعالان د طالبانو د دې عمل په غندلو سره دا کار د بشري حقونو د ارزښتونو خلاف او د طالبانو لخوا د نړیوالو کنوانسیونونو څه سرغړونه ګڼي.

له بل لوري د هېواد وګړو هم د طالبانو دا عمل «ظالمانه او له انساني ارزښتونو څخه لرې» بللی.

د یادونې وړ ده چې طالبانو په عام محضر کې دغو اشخاصو ته د «له کوره د تېښتې، غلا، زنا، لواطت او غیر اخلاقي اعمالو» له امله سزا ورکړې.

طالبانو د خلکو پر دُرو وهلو سربېره د روان لمریز کال د وري په میاشت کې په فراه، نیمروز او بادغیس ولایتونو کې هم څلور کسان قصاص کړي چې د نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوي.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې دوی په فراه کې د یو کس، په نیمروز کې هم د یو کس او په بادغیس کې د دوو کسانو په وړاندې د «قصاص» سزا پلي کړې ده.

د طالبانو له لوري د وګړو بدني سزا عملاً مخ په زیاتېدو ده او څو ورځې وړاندې د طالبانو مشر په یوه وینا کې په عام محضر کې «حد او قصاص» سزاګانو پر پلي کولو هم ټینګار وکړ.

په ورته وخت کې د بشري حقونو فعاله سیما نوري وايي: «د طالبانو له خوا د عدالت او انساني وقار په پام کې نیولو پرته خلکو ته سزا ورکول یو غیر انساني عمل او په افغانستان کې د بشري آزادیو د ځپلو هڅه ده. د طالبانو د ظالمانه او غیر عادلانه کړنو په وړاندې د نړۍ چوپتیا په بشري حقونو او د نړیوالو کنوانسیونونو څخه د ښکاره سرغړونو په وړاندې سترګې پټول دي.»

د آمو موندنې ښيي چې طالبانو په تېرو دریو کلونو کې له ۹۱۰ څخه ډېر کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي چې ۱۵۹ یې ښځې دي.

دا موندنې ښیي چې د دُرو وهلو سزا په ۱۴۰۱ لمریز کال کې په ۲۹۸ کسانو، چې ۷۴ یې ښځې وې، په ۱۴۰۲ لمریز کال کې په ۴۴ کسانو، چې ۶ یې ښځې وې، په ۱۴۰۳ لمریز کال کې په ۴۵۸ کسانو، چې ۶۰ یې ښځې وې، او په ۱۴۰۴ لمریز کال کې په ۱۱۷ کسانو، چې ۲۱ یې ښځې وې، پلي شوه. په ټولیزه توګه، طالبانو ۹۱۲ کسان په دُرو وهلي چې ۱۵۹ یې ښځې دي.

د هېواد وګړي د طالبانو له خوا په عام محضر کې بدني سزا ورکول «ظالمانه او د انساني ارزښتونو خلاف» ګڼي.

د کابل یو اوسیدونکی وايي: «له هغې ورځې راهیسې چې طالبان په افغانستان کې واک ته ورسېدل ټولې انساني او اسلامي آزادۍ له موږ څخه اخیستل شوي دي. هره ورځ موږ د خلکو د دُرو وهلو، قصاص او بندی کولو شاهدان یو. افغانستان زموږ لپاره دوزخ ګرځېدلی دی.»

د کابل یو بل اوسیدونکی وايي: «طالبان، د شریعت تر نامه لاندې د ښځو او نارینه وو په وړاندې هر ډول ظلم او استبداد ترسره کوي. دوی د ورزش ډګرونه د دُرو وهلو په نندارتونونو بدل کړي دي. موږ به تر کومې د طالبانو دا ظلم زغمو؟»

که څه هم د ملګرو ملتونو په ګډون د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو په وار وار له طالبانو غوښتي چې د هېواد د وګړو بدني سزا لغوه کړي خو په عمل کې لیدل کېږي چې طالبان د دې غوښتنو له پامه غورزلو سره په هېواد کې د شریعت د پلي کولو په نوم د تاوتریخوالي د پلي کولو ډول وهي. هغه مسئله چې د ځینو دیني عالمانو، بشري حقونو سازمانونو او د هېواد د وګړو له نظره د انساني ارزښتونو خلاف ګڼل کېږي.