نړۍ

د ایټالیا لمړۍ وزیره: واتیکان د اوکراین د سولې خبرو اترو کوربه توب ته لېواله دی

جورجیا ملونی نخست‌وزیر ایتالیا

د ایټالیا لمړۍ وزیرې جورجیا میلوني د سه شنبې په ورځ په یوه څرګندونه کې وویل چې پاپ لیو طي هغې ته په یوه ټلیفوني اړیکه کې ویلي واتیکان چمتو دی چې د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې د خبرو اترو بل پړاو کوربه توب وکړي.

د رویټرز په اساس د نوموړې په څرګندونو کې ویل شوي: «د مقدس پلار (پاپ) لخوا د تایید ترلاسه کولو وروسته هغه چمتو ده چې په واتیکان کې د د دواړو لورو ترمنځ د خبرو اترو کوربه توب وکړي، لمړۍ وزیرې وزیر د څوارلسم د پاپ لیو څخه د سولې لپاره د هغه له ځنډ پرته ژمنتیا پخاطر ژوره مننه وکړه.»

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ترمنځ د دوشنبې د ورځې له ټیلیفوني خبرو وروسته، د مېرمن میلوني دفتر وویل چې هغې د ټرمپ د هغو څرګندونو هرکلی کړی چې پاپ لیو طي د کییف او مسکو ترمنځ د خبرو اترو کوربه توب ته لېواله دی.

خو واتیکان تر اوسه په دې اړه په رسمي څه دي ویلي.

پاپ لیو طي چې دوه اوونۍ وړاندې وټاکل شو د امریکا متحده ایالاتو د نړیوالې کاتولیک کلیسا لمړنی مشر دی. هغه د می په ۱۴مه په یوه وینا کې وویل چې واتیکان کولی شي په نړیوالو شخړو کې د منځګړي په توګه عمل وکړي پرته له دې چې په ځانګړي ډول اوکراین او روسیې ته اشاره وکړي.

د ایټالیا لمړۍ وزیرې په یوه بله اعلامیه کې ویلي نوموړې د نورو اروپایي مشرانو او د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره هم د راتلونکو ګامونو په اړه خبرې کړې دي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي: «په اوکراین کې د اوربند او سولې د موافقې په هدف د خبرو اترو د نوي پړاو لپاره د شریکانو ترمنځ د نږدې همغږۍ د ساتلو تړون شوی»