نړۍ

په غزه کې د اسراییلو په بریدونو کې ۵۵ کسان وژل شوي 

عکس از رویترز

د پوځي عملیاتو د ودرولو او په غزه کې فلسطینیانو ته پرته له له ځنډه د مرستې رسولو د اجازې او نړیوالو فشارونو زیاتېدو سره سره اسراییلو په سیمه بمبارۍ ته دوام ورکړی چې او سه شنبې په ورځ په غزه کې د اسراییلو په پوځي بریدونو کې ۵۵ کسان وژل شوي.

له بلې لوري برېتانیا اعلان کړی چې له اسراییلو سره یې سوداګریزې خبرې اترې ځنډولې دي او په اشغال شوې لویدیځه غاړه او غزه کې یې د «فاحش سیاست» له امله له دغه هېواد څخه خپل سفیر احضار کړی دی.

ورته مهال د رویټرز د راپور له مخې د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشرې کاجا کالاس هم د اسراییلو سره د اروپايي ټولنې د سوداګرۍ تړون د بیاکتنې غوښتنه کړې ده.

دغې جګړې چې اوسمهال په خپله شلمه میاشت کې ده غزه ویجاړه کړې او وګړي یې د لوږې له «سخت» بحران سره مخ کړي. د نړۍ له ډېرو هېوادونو سره د اسراییلو اړیکې ترینګلې دي او د خپل نږدې متحد، متحده ایالاتو سره یې هم اړیکې خرابې ښکاري.

خو ملګرو ملتونو ویلي دي سره له دې چې اسراییل د دوشنبې په ورځ خپل یوولس اوونیز محاصره کمه کړه خو تر اوسه په غزه کې هېڅ بشري مرسته نه ده ویشل شوې.

د ملګرو ملتونو ویاند اسټیفان دوجاریک ویلي: «اسراییلي چارواکي له موږ څخه غواړي چې د کرم شالوم پولې په فلسطیني اړخ کې اکمالات راکښته کړو او همدا چې د غزې دننه د خپل ټیم د لاسرسي څخه ډاډمن شو، ژر یې بېرته بذر کړو.»

نوموړي زیاته کړې: «د دوشنبې په ورځ د ماشومانو د خوړو څلور لارۍ د پولې په اوږدو کې د فلسطین لوري ته خوشې شوې، او د اوړو، درملو، خوړو او نورو اړینو توکو، کوم لس لارۍ د سه شنبې په ورځ غزې ته ننوتې.»

د اسراییلو پوځ اعلان کړی چې د ملګرو ملتونو د مرستو ۹۳ لارۍ د سه شنبې په ورځ «له بشپړ امنیتي تفتیش وروسته» د کرم شالوم له لارې غزې ته ننوتې.

په قطر کې د اسراییلو او حماس وسله والو ترمنځ د غیر مستقیم اوربند خبرې یو ځل بیا ناکامې شوې، او لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو وویل هغه پریکړه کړې چې لوړ پوړی مذاکراتي ټیم له دوحې څخه د مشورې لپاره بېرته راوغواړي.

حماس، نتانیاهو په دې تورن کړ چې په بد نیت سره په خبرو اترو کې برخه اخلي او د نړیوالو عامه افکارو د ګمراه کولو د هڅې په موخه ګډون کوي.

د فلسطین دغه اسلامپاله ډلې په یوه څرګندونه کې وویل: «د تیرې شنبې راهیسې هیڅ ریښتینې خبرې اترې نه دي شوي.»

د اسراییلو د پوځ قوماندان غزې ته د یوه ساحوي سفر په ترڅ کې وویل چې د هېواد پوځ به د حماس پر وړاندې خپل عملیات پراخ کړي، ډېرې سیمې به ونیسي، او «ترهګریزې» زېربناوې به د(حماس) تر ماتولو پورې پاکې او له منځه یوسي.