افغانستان

ریچارډ بنېټ او د بخښنې نړیوال سازمان سرمنشي د افغان ښځو «سور لبسیرین» کمپاین سره یوځای شول

په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بنېټ، د افغانستان لپاره د ډنمارک ځانګړی استازی لارس بو مولر او د بخښنې نړیوال سازمان عمومي منشي ویبه کلاروپ، د افغان میرمنو لپاره د «سور لبسیرین» کمپاین سره یوځای شول. تر څو د هېواد د ښځو سره  خپل پیوستون څرګند کړي.

د یادونې وړ ده چې په وروستیو کې په هېواد کې د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانو دا کمپاین د افغان مېرمنو سره د پیوستون او د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د دوی د حقونو څخه سرغړونې اړوند نیوکو لپاره پیل کړی دی.

د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې وايي چې د «سور لبسیرین» کمپاین د هغو میلیونونو افغان ښځو غږونه منعکسوي چې «د طالبانو د جنسیتي اپارتاید رژیم لاندې» غلې کړای شوې، له منځه وړل شوي او بندیانې شوې دي.

دا فعالانې وايي چې دا کمپاین د ښکلا په اړه نه دی بلکې زړورتیا په اړه دی . «د ښځو د هویت، انعطاف او پیاوړتیا سمبول.»

د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې وايي چې افغان ښځې دا مهال نه یوازې په هېواد کې له کړاو سره مخ نه دي بلکې په پاکستان او ایران کې، د کډوالو په توګه، دوی د «د ژوند له وحشتناکو شرایطو، توقیف، ځورونې او د شړلو ګواښونو» سره هم مخ دي.

د دې ښځو په وینا ډیری یې داسې رژیم ته سپارل کیږي چې «په سیستماتیک ډول دوی ځپي.»

دا فعالانې وايي: «کله چې افغان ښځې له خبرو کولو، کار کولو، مطالعې او حتی په عامه ځایونو کې له شتون څخه محرومېږي، موږ په لوړ غږ خبرې کوو، موږ راڅرګندېږو. موږ سور لبسیرین وهو چې د دوی لپاره منع دی.»

 دغو میرمنو د هېواد په ټولو وګړو او د بشري حقونو په مدافعینو غږ کړی چې پدې کمپاین کې برخه واخلي ترڅو د افغان ښځو غږ نړۍ ته ورسیږي.