افغانستان

د امریکا محکمې د زرګونو افغان کډوالو د لېږد د ملاتړ پرېکړه لغوه کړه

د امریکا یوې سیمه ییزې ایالاتی محکمې د می په پنځمه نېټه د کډوالۍ په قضیه کې د خپل پخواني حکم په لغوه کولو سره د زرګونو هغه افغان کډوالو چې د ویستلو په تمه دي د قانوني ملاتړ بهیر ودروه.

د دې نوې پرېکړې له مخې یوازې هغه ۱۶۰ کسان چې د ۲۰۲۵ کال د جنوري تر ۲۰مې پورې یې د سفر پلانونه ورستي شوي وو به خوندي پاتې شي خو له ۱۲۰۰۰ څخه زیات نور چې ډېری یې د امنیتي معاینې څخه هم تېر شوي دي اوس د ناڅرګندتیا په حالت کې دي.

محکمې حکم کړی چې د دې اشخاصو قضیې باید په هر اړخیز شکل او د یو ځانګړي پلټونکي (چې لا تر اوسه نه دی ټاکل شوی) تر څارنې لاندې وڅېړل شي هغه بهیر چې کېدایشي د میاشتو یا حتی کلونو لپاره وځنډول شي او کورنۍ له یو بله جلا وساتي.

د «افغان ایوک» ایتلاف چې په متحده ایالاتو کې د افغان کډوالو د حقونو د دفاع لپاره کار کوي دا پرېکړه یو «ویجاړونکی ګوزار» او «د امریکا د ژمنو سره خیانت» وباله.

د سازمان په اعلامیه کې ویل شوي: «دې کډوالو د امریکا د پوځ تر څنګ خدمت کړی، دوی د امریکا ډیپلوماتانو، استخباراتي افسرانو او بشري کارکوونکو څخه ساتنه کړې. ډېری یې د فعالو امریکایي پوځي پرسونل د کورنیو غړي دي «دوی نا اشنا نه دي – دوی زموږ متحدین دي.»

افغان ایوک د امریکا له کانګرس څخه غوښتي چې د څارنې او قانون جوړونې له لارې سمدلاسه مداخله وکړي او د ټرمپ له ادارې څخه یې وغوښتل چې د بیاکتنې پروسې ګړندۍ کولو او د امریکا د ژمنو د ساتلو لپاره له ټولو امکاناتو څخه کار واخلي.

د سازمان په بیانیه کې ویل شوي: «دا یوازې یوه سیاسي پرېکړه نه ده؛ دا زموږ د عزت، باور او ارزښتونو مسئله ده.»

افغان ایوک په پای کې ټینګار وکړ چې خپلو فعالیتونو ته به دوام ورکړي: «موږ به د هر متحد، هرې کورنۍ او هرې ژمنې لپاره چې موږ کړې وي مبارزې ته دوام ورکړو.»