سوداګري

اقتصادي ننګوونې؛ غزني کې کروندګر د «کېمیاوي سرو» د پېرېدو وس نه لري

د غزني ولایت ځینې کروندګر وايي چې د اقتصادي ننګونو له امله، دوی نشي کولی د خپلو کرنیزو محصولاتو لپاره کیمیاوي سرې واخلي. دا کروندګر ټینګار کوي چې په ځینو برخو کې اړ دي چې د “افت وژونکو” په نوم درمل وکاروي. خو د دې درملو لګښتونه هم د دوی لپاره ګران دي.

غلام حسین د غزني ولایت د خواجه عمري ولسوالۍ په یوه کونج کې کرنیزه ځمکه لري. وايي چې د «اقتصادي ننګونو» له امله د کیمیاوي سرې په پیرودلو کې له جدي ستونزو سره مخ دی.

هغه زیاتوي: «اوس، هغه اړ دی چې د خپلو کرنیزو محصولاتو د ساتنې لپاره د “افت وژونکو” په نوم درملو څخه کار واخلي. خو، د دې درملو اخیستل هم د هغه لپاره هم ګران دي.»

له دې سره، د غزني په دې برخه کې کروندګر وايي چې که څه هم دوی هر یو لویې کروندې جوړې کړې دي، خو کیمیاوي سرې ته محدود لاسرسی، د کرنې لپاره د اوبو نشتوالی، او په ځینو برخو کې حتی د “افت وژونکو درملو” لپاره د پیسو نشتوالی د دوی له بنسټیزو ننګونو څخه دي.

عباس چې یو کروندګر دی وایي:«د درملو بیه ډېره لوړه ده. د درملو هر بوتل ۲۰۰، ۲۵۰ یا ۳۰۰ افغانۍ لګښت لري، او موږ ۳۰ سي سي کاروو. زموږ لګښتونه ډېر لوړ دي.»

د عبدالرحمن په نوم د غزني بل کروندګر وایي: «د فارم جوړول او د بادرنګو کرل ډېر لګښت لري. د بېلګې په ډول دا فارم چې شاوخوا ۲۵۰،۰۰۰ څخه تر ۳۰۰،۰۰۰ افغانیو پورې لګښت پرې راغلی همدا ډول سرې او آفت وژونکي درمل هم ګران دي.»

له دې هر څه سره دا کروندګر ټینګار کوي چې د دومره ننګونو سربېره دوی اوس هم په کرنه بوخت دي خو دوی کیمیاوي سرې ته د لاسرسي په اړه د کورنیو او بهرنیو ادارو د سمدستي پاملرنې غوښتنه کوي.

اقتصادي کارپوهان ټینګار کوي چې په هیواد کې د کرنې ملاتړ کولی شي تر یوې اندازې پورې نوي کاري فرصتونه رامینځته کړي.