د «کن » ۷۸م فلمي نړیوال فسټیوال د سېشنبې په شپه د فرانسې په کن ښار کې په شاندارو مراسمو سره پیل شو. دا ۱۲ ورځنی فیسټیوال، چې هر کال په دې وخت کې ترسره کېږي، د نړۍ د سینما نوموتې څېرې سره راټولوي او اوس په نړۍ کې په یوې مهمې سینمایي پېښې بدل شوی دی.
د سږ کال په پرانیستې مراسمو کې رابرټ ډنیرو، لیونارډو ډيکاپریو، او کوینټین ټارانټینو اصلي څېرې وې. د مراسمو په یوه برخه کې، ډنیرو د ډيکاپریو په لاس د پام وړ طلایي یا د سرو زرو نخل افتخاري جایزه ترلاسه کړه او د لیدونکو لخوا یې په ولاړه په ډېرې ستاینې سره هرکلی وشو. په یوه وینا کې، ډيکاپریو ډنیرو د «ادا کاري غوره بېلګه» وباله او د امریکایي ډیموکراسۍ په دفاع کې یې د هغه هڅې وستایلې. ډنیرو هم په طنزیه ډول وویل: «مننه، زویه جانه» او بیا یې د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په کلتوري پالیسیو برید وکړ: «هنر حقیقت دی، او له همدې امله دیکتاتوران له دې څخه وېره لري.»
دا مراسم د فرانسوي فلم « یوه ورځ به لاړ شم» له نندارې څخه مخکې ترسره شول چې د املي بونن لخوا لارښود شوی و. کوینټین ټارانټینو هم په خپل ځواکمن شتون سره د پرانیستې مراسمو ته یو ځانګړې فضا ور وبخښله.
ټاکل شوې چې په راتلونکو دولسو ورځو کې دا فلمونه نندارې ته وړاندې شي لکه: «غیر ممکن ماموریت: وروستی حساب» د تام کروز په ادا کارۍ، «له پورته تر ښکته» د اسپایک لي جوړ کړی فلم، او «ادینګټون» د آري آسټر له خوا.
د چهارشنبې د مې په ۱۴مه ورځ چې د فسټیوال رسمي پیل دی، د فرانسې په کن ښار کې امنیتي تدابیر خورا سخت شوي دي. د فرانسې سرتېرې د فسټیوال ماڼۍ شاوخوا سړکونو او نږدې بندر کې ګزمه کوي، هغه ځای چې له ټولې نړۍ څخه لوکسې کښتۍ د یو بل تر څنګ ودرېږي.
تمه کېږي چې د تام کروز له راتګ سره د «غیر ممکن ماموریت» فلم د نندارې لپاره، ګڼ شمېر خلک د فسټیوال ماڼۍ شاوخوا راټول شي.
په دې فسټیوال کې به چې د مې تر ۲۴مې پورې دوام لري، مشهور ستوري برخه ولري لکه وس اندرسن، پدرو پاسکال، خواکین فینیکس، کریستن اسټوارت، اسکارلت جوهانسون، اما اسټون، رابرت پټینسون، جنیفر لارنس، دنزل واشنګټن، جودي فاستر او مارګارت کوالي.
تمه کیږي چې د مشهورو څېرو په شتون او د زړه راښکونکو فلمونو په نندارې سره به د فسټیوال دا دوره د کن یوه له خورا ستوریزو دورو څخه وي.