سوداګري

ننګرهار کې د هګیو او چرګانو تولیداتو زیاتوالی؛ یو خصوصي شرکت په ورځ کې ۱۰۰ زره هګۍ تولیدوي

ننګرهار کې د «حبیب حسام» په نوم د چرګانو د هګیو د تولید فارم په ورځني ډول هره ورځ ۱۰۰ زره هګۍ تولیدوي.

د یاد شرکت رئیس عزیز حسام له آمو تلوېزیون سره په خبرو کې زیاته کړه، چې دوی د چرګانو د تولید ترڅنګ د چرګانو او کبانو خوراکي توکي هم تولیدوي.

حسام وایي، هره میاشت د دوی شرکت تر ۷۵۰ زره پورې چرګان تولیدوي، چې تر ډېره یې د بازار غوښتنه پوره کړې ده.

 عزیزحسام زیاتوي: «موږ الحمدالله د ورځې تر ۱۰۰ زره هګیو تولید لرو په میاشت کې ۷ زره او ۵۰ چرګان تولیدوو. دغه راز په راتلونکي کې پلان کې لرو، چې د نسلي چرګانو تولید هم په هېواد  دننه پیل کړو، چې ورسره به د مارکېټ تقاضا پوره او همداراز به د بهرنیو وارداتو مخه هم ونيول شي.»

نوموړی وایي په دې شرکت کې له دوی سره ۴۰۰ تنه په مستقیم او غیر مستقیم ډول هم په کار بوخت دي او هڅه کوي کاري ظرفیت لا ډېر او وزګاره کسان په کار کړي.

سردارولي په دې شرکت کې کاریګر دی وایي، د کار په بدل کې اخیستونکی میاشتنۍ معاش یې د کورنۍ اړتیاوې پوره کوي.

هغه زیاتوي: «الحمدالله کار مو ښه روان دی خو هیله لرو، چې حکومت دا ډول نورې کارخونې هم جوړې کړي ترڅو وزګارتیا ختمه شي.»

په هېواد کې دننه د دې شرکت د تولید مینوال هم ډېر ځکه دي، چې هم ارزانه او هم اسانه ورته تمامېږي.

حاجي فردوس په دې شرکت کې چرګان اخلي او بیا یې له لویېدو وروسته په بازار کې پلوري.

دی وایي: «دلته موږ ته ارزانه ده، پاکستان نه یې چې راوړو تاوان هم لري، مړه کېږي او نورې ستونزې هم شته. دلته تازه دي او ګټه هم کوو، خو چې وروسته را باندې قیمته نه شي. یو دانه راته په ۱۷ افغانۍ تمامېږې.»

د ویلو ده، چې له دې مخکې ترډېر واردات له پاکستانه ننګرهار او بیا هېواد ته کېدل، خو سوداګر وایي په دې برخه کې ډېر کار شوی او د ځان بسیاینې پر لور روان دي.

دا فابریکه کلونه وړاندې په دې ولایت کې د ۱۵ ملیونه امریکایي ډالرو په لګښت رغول شوې ده، چې په بېلابېلو برخو کې تولیدات لري.