ورزش

ننګرهار کې د کلبونو د ۱۷ کلنو ځوانانو ترمنځ کرېکټ سیالۍ پيل شوې

ننګرهار کې د شپږو ثبت شویو کلبونو د ۱۷ کلنو ځوانانو د کرېکټ لوبډلو ترمنځ لوبې پيل شوې.

د ننګرهار د کرېکټ بورډ سرپرست فضل الرحیم رحیمي وایي، چې دا سیالۍ ۲۵ اوره دي او یوازې د دې ولایت د هغو کرېکټ کلبونو ۱۷ کلنې لوبډلې په کې برخه لري، چې له کرېکټ بورډ سره رسمي ثبت دي.

رحیمي زیاتوي، چې د دې سیالیو موخه د ولایتي ۱۷ کلنې لوبدلې لپاره د پياوړو لوبغاړو په نښه کول دي.

نوموړی وایي: «ننګرهار کې اوسمهال ۶ کلبونه له کرېکټ بورډ سره ثبت دي. د دې لوبو موخه د ننګرهار ولایتي لوبډلې لپاره د پیاوړو ۱۷ کلنو ځوانانو ټاکل دي. له دې وروسته د ولایتونو په کچه د ۱۷ کلنو ځوانانو ترمنځ همدا لوبغاړي بیا برخه اخلي او بیا ښه لوبغاړي به د هېواد ملي لوبډلو ته ور وپېژني.»

د ننګرهار کرېکټ بورډ سرپرست وایي، دوی په تېرو کلونو کې هم د هېواد ملي لوبډلو ته ترټولو غوره لوبغاړي ورکړي او هڅه کوي تر هغو پیاوړي لوبغاړي په نښه کړي.

د دې لوبو ګډونوال لوبغاړي هم خوښ دي، چې په اوسنیو ستونزمنو حالاتو کې ورته د ځان ثابتونې او پرمختګ لپاره لوبې په لاره اچول شوې.

واکمن او شاهدالله دواړه هغه تنکي زلمیان دي، چې په دې لوبو کې خپل بخت ازمايي او هڅه کوي د ولایت ۱۷ کلنې لوبډلې ته لار ومومي.

دوی وایي هیله یې دا ده، چې یو وخت به په خپلې غوره کارکړنې د هېواد ۱۹ کلنې ملي لوبډلې او بیا نور هم مخکې لاړ شي.

دوی وایي که کرېکټ بورډ اداره دوی ته دا ډول زمینې برابرې کړي، نو باوري دي، چې مخکښ به شي او د هېواد په کچه به ژر په نړیوالو لوبغالو کې ولوبېږي.

«موږ الحمد لله په ځان باوري یو، هڅه کوو پرمخ لاړ شو او لومړی ولایتی بیا د هېواد په کچه بیا دغه راز ملي لوبډلې ته لار پيدا کړو ، خو کرکټ بورډ نه مو هیله ده چې پر موږ پام وکړي موږ وهڅوي.»

د کرېکټ مبصرین هم په دې باور دي که افغان کرکټ بورډ له سلیقوي چلند او پېژندګلوۍ پرته په ښې کارکړنې پرمخ تللي لوبغاړي ملي لوبډلو ته وټاکي په خبره یې باوري دي، چې په کم وخت کې به د نړۍ په کچه د غوره لوبو اتلولۍ خپلې کړو.

دوی وایي، په اوس وخت کې همدا د خپلوۍ پالل او له غوره لوبغاړو سره سلیقوي چلند دی، چې ځينې وختونه لوبډله او لوبغاړي له ستونزو سره مخ کوي.