Uncategorized @ps افغانستان

د افغانستان له هوایي حریم څخه د څارنې قرارداد د اماراتو ګاک شرکت ته ورکړل شو

له ګاک شرکت سره د قرارداد د لاسلیک مراسم

د طالبانو ادارې چارواکي وايي چې د افغانستان له هوایي ترافیک څخه د څارنې قرارداد ۱۰ کلن دی او له دې وروسته به هغه الوتکې چې د افغانستان پر فضا تېرېږي، د دغه شرکت له خوا وڅارل شي.

د عربي متحده اماراتو ګاک شرکت چې د جمهوریت په دوره کې پر فساد تورن و اوس یې د ځمکنیو خدماتو، د هوایي چلند امنیت او د افغانستان له هوایي حریم څخه د څارنې قرارداد ترلاسه کړی دی؛ هغه موضوع چې ګڼې نیوکې یې پارولې دي.

په هغو مراسمو کې، چې پنجشنبه د ملا عبدالغني برادر په حضور د حکومت د رسنیو په مرکز کې ترسره شول، د هېواد هوایي حریم او د هوایي ډګر وروستی قرارداد اماراتي شرکت ته ورکړل شو.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په دغو مراسمو کې وویل: «دغه قرارداد په همدې موخه لاسلیک شو چې په پایله کې په افغانستان کې یو شمېر شرکتونه خپلې الوتنې پیل کړې او د هېواد پر اقتصاد او سوداګرۍ یې یوه اندازه مثبته اغېزه کړې ده او نن د افغانستان په فضا کې د الوتکو د لارښوونې خدماتو د وړاندې کولو قرارداد لاسلکېږي.»

د دغه لس کلن قرارداد له مخې په لومړیو پنځو کلونو کې له افغانستانه د تېرېدونکو الوتنو ټول عاید د ګاک شرکت جېب ته ولاړ شي او وروسته به دغه عاید په ګډه د طالبانو او ګاک شرکت ترمنځ ووېشل شي.

د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت سرپرست حمیدالله اخوندزاده هم په دغو مراسمو کې وویل: «د دغې پروژې اصلي موخه لومړی دا ده چې په ځینو هوایي ډګرونو کې د الوتکو د لارښوونې خدمات برابر شي. د دې پروژي له پلي کېدو سره به هغو الوتکو ته چې د افغانستان له هوا تېرېږي او هغو الوتکو ته چې د هېواد په هوایي ډګر کې کېنې خدمات وړاندې شي.»

انحصار ناوړه پایلې لري

په همدې حال کې د اقتصادي چارو یو کارپوه په دې باور دی چې د افغانستان په څېر کړکېچن هېواد کې د هوایي ډګر مدیریت له سیاسي او امنیتي اړخه مهمه موضوع ده او یوه شرکت ته ځمکني خدمات، د هوایي چلند امنیت او هوایي حریم ورکول سیالي له منځه وړي چې د ملي ګټو او د هېواد امنیت ته به زیان ورسوي.

د پوهنتون استاد سید مسعود وایي: «د دې خطر بې حده زیات دی. نه پوهېږم طالبانو ولې دغه خطر منلی دی، یوه هېواد کې دننه د یوه شرکت انحصاري موقف د هماغې برخې او سکتور د ټول واک اخیستو مانا لري او تل خرابې پایلې لري.»

اخوا د طالبانو د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت عملیاتي معین وایي، چې ګاک شرکت ترټولو ښه وړاندیز کړی دی او د هېواد د ملي منافعو په ګټه دی او له همدې امله د هېواد د هوایي ډګرونو ټولې برخې همدغه شرکت ته سپارل شوې دي.

خو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت مخکینی معین امام محمد وري‌ماچ په دې باور دی چې ترڅو افغانستان د نړیوالې ټولنې له خوا په رسمیت ونه پېژندل شي لوی هوایي شرکتونه به د کابل هوایي ډګر ته خپلې الوتنې بیا پیل نه کړي.

وري‌ماچ وویل: «طالبان تر اوسه د هېڅ هېواد له خوا په رسمیت نه دي پېژندل شوي. افغانستان په نړیوال سیاست او سوداګریزو او اقتصادي راکړو ورکړو کې ډېر کمزوری دی. له همدې امله د نړیوالو الوتنو په برخه کې د لوی مرکېټ پرانیست ناشونی دی. ترڅو افغانستان په رسمیت ونه پېژندل شي لوی شرکتونه په داسې کړکېچن وضعیت کې پانګونه نه کوي.»

د طالبانو د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت د شمېرو له مخې د افغانستان له فضا تر ۱۵ زره زیاتې تېرېدونکې الوتنې شوې دي چې په پایله کې یې افغانستان تر ۱۰ میلیون ډالر زیات عاید لرلی دی.

د جمهوري نظام له سقوط وروسته، د امارات، فلای دوبی او ترکش ایرلاین شرکتونو په ګډون د لویو هوایي شرکتونو الوتنې پرې شوې دي او تر اوسه دغو شرکتونو افغانستان الوتنې بیا نه دي پيل کړې.