کډوالي

له ایرانه راستانه شوي کډوال: «موږ هېڅ نه لرو، نه سرپناه لرو، نه د تګ وس»

له ایرانه یو شمېر را ستانه شوي افغانان وایي، چې له مالي پلوه ناتوانه دي او نشي کولای چې خپلو اصلي سیمو ته لاړ شي. دغه راستانه شوي افغانان د بیړنیو مرستو په تمه دي. یو شمېر نور یې بیا وایي چې له یو ناڅرګند وضعیت او مبهم راتلونکې سره مخ دي.

یو شمېر هغه افغانان، چې له ایرانه راستانه شوې دي وایي چې خپلو ولایتونو ته د تګ مالي وسه نه لري. دوی زیاتوي چې د عاجلو مرستو په تمه دي.

له ایرانه اېستل شوې افغان کډواله، شایقه، وايي: «څو کاله کېږي چې موږ بې برخلیکه یو، په ایران کې مو هم کرایه ورکوله، په افغانستان کې هم د کور کرایه ورکوو، موږ په هرات کې هېڅ ملکیت نه ‌لرو، اوس هم مجبوره یو چې کور په کرایه ونیسو.»

دغه کورنۍ زیاتوي چې له یو مبهم وضعیت سره مخ دي، او له بېرته راستنیدو وروسته هېڅ داسې اداره یا پروګرام شتون نه لري، چې د دوی د بیا ځای پر ځای کولو په برخه کې کار وکړي. دغه راستانه شوي زیاتوي، چې حتا د لنډمهالي سرپناه زمینه هم ورته برابره نه ده. که څه هم د دوی په خبره، له راستانه شویو سره ولسي ملاتړ او هڅې شته، خو د دغو خلکو مالي اړتیاوې، په تېره بیا د سرپناه په برخه کې، د ولسي وګړو له وس او توانه لوړه ده.

له ایرانه اېستل شوې افغان کډواله، مریم، وايي: «موږ هېڅ سرپناه نه لرو، په ایران کې هم بې سرپناه وو. له همدې سختیو سره له خپلو ماشومانو سره ژوند کوو.»

ایران، په دې وروستیو ورځو کې د افغانانو د بیا ستنولو پروسه په بې ساري توګه چټکه کړې ده. د ایران د حکومت دغه پرېکړه، د کډوالو د ملاتړ بنسټونو او د کډوالو د حقونو فعالانو له تندو نیوکو او غبرګونونو سره مخ شوې ده. د غبرګونونو په دوام، له ایرانه غوښتل شوي چې د افغان کډوالو جبري ستنول په بېړني توګه ودروي.

د کډوالو د حقونو فعالان وايي، چې افغانستان ته ستنول شوي کډوال د اقتصادي او بې کارۍ له ننګونو سربېره، یو شمېر یې د طالبانو د غچ اخیستلو له ګواښ سره هم مخ دي.