د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې د افغانستان پر پولو کې د بې ساري شمېر ښځو او ماشومانو د روغتیايي اړتیاوو پوره کولو لپاره د بېړنۍ مرستې یا ملاتړ غوښتنه یې کړې ده.
دغه سازمان په هېواد کې د هغو افغانانو د روغتیايي اړتیاوو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې، چې په بې ساري شمېر سره له ایران او پاکستان څخه راستانه کېږي، په ځانګړي ډول ښځې او ماشومان.
د روغتیا نړیوال سازمان د سهشنبې په ورځ په یوه راپور کې وویل، چې د سږکال اپرېل میاشتې راهیسې تر ۸۳۶ زره ډېر راستنېدونکي د اسلامکلا، تورخم، میلک او سپینبولدک په ګډون د افغانستان له رسمي تګ راتګ ځایونو څخه هېواد ته راستانه شوي.
په راپور کې راغلي: «راستنېدونکي، چې پکې حامله ښځې، له ماشومانو سره میندې او بېسرپرسته ماشومان شامل دي، یوازې له هغه څه سره راځي چې په لاس کې یې نیولی شي. ډېر یې بېړنیو طبي خدماتو، خوړو او سرپناه ته اړتیا لري.»
دغه سازمان وايي، چې په ملاتړ سره یې، روغتیايي ټیمونه د زخمونو، انتاناتو، اوبو د کمښت او خوارځواکۍ ډېرې پېښې ثبتوي، په ځانګړي ډول د ماشومانو او مشرانو ترمنځ.
د راپور په وینا، تر دې دمه له ۸۴ زره ډېر کسانو ته د سرحدي تېرېدلو ځایونو او د هرکلي مرکزونو کې لومړني روغتیايي خدمات ورکړل شوي.
د روغتیا نړیوال سازمان استازي ډاکټر اډوین سنیزا سالواډور وايي: «موږ د میندو، ماشومانو او مشرانو د شمېر له زیاتوالي سره مخ یو چې ناروغه، بېوسه او بېبرخلیکه راستنېږي. موږ هر څه کوو چې وکړای شو، خو اړتیاوې ډېرې ژر لوړېږي. که عاجل ملاتړ رانهورسېږي، موږ به د دې توان له لاسه ورکړو چې هلته چټک غبرګون وښیو چې ډېر اړین دی.»
دغه سازمان وايي، د درې میاشتو لپاره یو ۲ میلیونه ډالري عملیاتي پلان وړاندې کړی، خو که اضافي مالي ملاتړ ونهشي، نو اساسي خدمات لکه واکسین، بیړنی درملنه او د میندو او ماشومانو روغتیايي ملاتړ به له ستونزو سره مخ شي.
