طالبانو؛ په شپاړسو ولایتونو کې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو خپرول، بند کړي دي.
د طالبانو له رسمي کانالونو د آمو تلویزیون موندنې ښيي چې د طالبانو تر ادارې لاندې ملي ټلویزیون په شپاړسو ولایتونو کې یوازې غږیز راپورونه خپروي. یو شمېر ځایي سرچینو هم ویلي چې په دغو ولایتونو کې خصوصي ټلویزیونونو ته هم د انځور د خپرولو اجازه نه ورکول کېږي. په تازه پېښه کې، طالبانو د روان لمريز کال د وري میاشتې له ۲۸مې نیټې څخه په بامیان او پنجشیر ولایتونو کې هم د ژوندیو موجوداتو د انځورونو په خپرولو بندیز لګولی دی.
